1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګيلاني:پر پاکستان باندي د توغنديو اورول څرګند تيری دی

۱۳۸۷ مرداد ۸, سه‌شنبه

د پاکستان لمړی وزير يوسف رضا ګیلاني، د هغه هيواد په شمالي سيموکي د القاعدې د يوه شکمن لارښوونکي غړي پرکور باندي د توغنديو ګوزارد خپل هيواد د حاکميت پر حق باندي تيری ګڼي او هغه غندي

https://p.dw.com/p/Elot
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلانيانځور: AP

ګيلاني، د امريکا دCNN تلوزيون سره په يوه مرکه کي د امريکا دمتحده ايالاتوڅخه ددې غوښتنه کړې چي دغه هيواد بايد دپاکستان په خاوره کي داسلامي تندلارو ډلو پر ضد دخپلي خوښي يا مستقلو پوځي عملياتو څخه ځان وژغوري .

د پاکستان لومړی وزير وويل چي، ما بوش ته داخبره په ډاګه کړې ده چي بايد ديو اړخيزوعملياتو څخه لاس واخيستل سي . موږ بايد ديوبل سره د تروریزم پر ضد په مبارزه کي کډکار وکړو او دابه زموږ ګډه دنده وي،ځکه دغه جګړه زموږجګړه ده.

د پاکستان دحکومت مشرګيلاني، دلمړي ځل لپاره په سپینه ماڼۍ کي د امریکا دمتحده ایالاتود ولسمشرجورج ډبليو بوش، سره کتلي دي.او داسي ښکاري چي په همدې ورځ دافغانستان او پاکستان دګډو پولوڅخه امريکایانو په جنوبي وزيرستان کي پر يوه کور باندي ديوه توغندی ګوزار کړی چي په ترځ کي يې شپږ تنه وژل سوي دي.

کتونکي وايي چي دغه بريد د امریکا داستخباراتي څانګي يوپلان و. ولي په دې اړه تر اوسه پوري نه د امریکاددفاع وزارت او نه هم سپيني ماڼۍ څه ويلي دي.

د امريکا د استخباراتي ادارې نښان
د امريکا د استخباراتي ادارې نښانانځور: AP

د استخباراتي څانګي په يوه رپوټ کي ويل سوي دي چي ددغه ګوزار په اثر دالقاعدې دنړيوال اسلامي تروريستي سازمان دسلاوو يوکار پوه چي، ابو خباب المصري، نوميدی وژل سوی دی .د امریکا د متحده ايالتونوحکومت د المصري پر سر دپنځو مليونوډالرو يوه جايزه ايښې وه چي هرځوک که دی ونيسي يا د هغه په اړه پوره معلومات امریکايانو ته ورکړي چي د ده دنیولو يا وژلو سبب سي نوهغه ته به دغه پيسې دجايزې په توګه ورکول کیږي .امریکایان وايي چي المصري تروريستانوته په دې هکله لارښوني کولې چي څنګه د چاودیدونکواو زهرجنوموادوڅخه دتروريستي عملیاتو لپاره کار واخلي.

ګیلاني په واشنګتن کي دخپلوخبر و په بهيرکي په وار وار داخبره جوته کړې ده چي دده هيواد به دتروريزم پر ضد په مبارزه کي په قاطعیت سره عمل وکړي.ګیلاني ویلي دي چي دپاکستان ډيره کي وګړي سوله اوثبات غواړي اوکومه جګړه چي اوس دلته روانه ده زموږ جګړه ده.

خوداسلام آباد حکومت تراوسه پوري دهغووړاندیزونوسره مخالفت ښوولی چي ويل کيږي دتندلارواسلامي ډلوپرضد دمبارزې لپاره دي دپاکستان په قبایلي سيموکي هم بهرني ځواکونه ځای پر ځای سي.ګيلاني وايي چي د امريکامتحده ایالتونه بايد زيات استخبارتي معلومات دپاکستان حکومت ته ورکړي.

که څه هم د امریکامتحده ایالتونه دافغانستان دحکومت په شان شک لري چي پاکستان دطالبانو سره مرستي کوي خوبياهم د ګيلاني سره دکتني پر مهال ولسمشر بوش پاکستان د امریکا دمتحده ايالتونو يو ټينګ ملګری بللی او دوه واري يې داخبره کړې ده چي امریکايان به دپاکستان دملي حاکميت درناوی وکړي.