1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګيلاني: له امريکا سره د تروريزم - ضد جګړي پر همکاري له سره کتنه کوو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۳, جمعه

د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني دغه خبره وروسته له هغي له يوي ورځپاني سره په مرکه کي ياده کړه چي يو شميرامريکايي سناتورانو پاکستان په دوه مخ ايزه سياست تورن کړ

https://p.dw.com/p/11FgE
د پاکستان صدراعظم
د پاکستان صدراعظمانځور: picture-alliance/dpa

وروسته له هغي چي د امريکايي پوځيانو لخوا اسامه بن لادن په پاکستان کي ووژل شو پر دغه هيواد باندي کورني فشارونه ورځ په ورځ زياتيږي. د دغو فشارونو په پام کي نيولو سره پاکستان وايي د امريکا متحده ايالاتو سره د تروريزم پر ضد ګډي جګړي کي خپلي همکاري ته له سره کتنه کوي.

دا لا تر اوسه روښانه شوي نه ده چي آيا دا اسلام آباد يواځي يو ډول خبرداري دي او که دا مسأله د امريکا د متحده ايالاتو د سنا د مجلس د بهرنيو چارو د کميټي مشر John Kerry سفر پوري تړلي ده. په پام کي ده چي Kerry به د دواړو هيوداونو تر منځ د خړ پړ ښوو اړيکو د روښانه کولو په موخه په را تلونکو ورځو کي اسلام آباد ته سفر وکړي.

واشنګټن د بن لادن د پټنځاي په اړه د عملياتو څخه پاکستان تر هغه وخته بي خبره ساتلي وو چي امريکايي څرخي الوتکي د پاکستان د خاوري څخه ووتي او د بن لادن جسد يي له ځان سره يوړ. دغه مسألي په پاکستان کي يو نوي سياسي کړکيچ را منځ ته کړ او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د لمړي وزير يوسف رضا ګيلاني څخه وغوښتل شول تر څو دوي له خپلو مقامونو خخه استعفاء وکړي. دا په داسي حال کي ده چي په پاکستان کي د امريکا پر ضد احساسات مخ په ډيريدو دي.

د پنجشنبي په ورځ د لمړي وزير يوسف رضا ګيلاني په مشري د پاکستان د دفاعي کميټي يوه غونډه جوړه شوي وه. تر دي غونډي وروسته په خپره شوي رسمي اعلاميه کي ويل شوي چي هدايت ورکړي شو« چي د خپلمنځي ادارو پوه پروسه دي په کار پيل وکړي تر څو د امريکا سره د تروريزم پر ضد جګړه کي د همکاري حدود سره وټاکي.». اعلاميه کي چي د پاکستان په خاوره د امريکا لخوا يه يوه اړخيزه توګه عمليات غندل شوي، يادونه شوي چي د همکاريو حدود به « د پاکستان د ملي ګټو او د خلکو د هيلو په پام کي نيولو سره وټاکل شي.»

د بلي خوا امريکا په پاکستان فشار راوړي چي دا خبره وڅيړي چي څنګه بن لادن د خپلو څو ښځو او ماشومانو سره د اسلام آباد په څو کيلومتري د يوي پوځي چاوڼي تر څنګ پټ ژوند کاوه.

د اسلانم او واشنګتن تر منح د ناباوري فضا هغه وخت نوره هم خړه پړه شوه چي د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتي شبکي مشر ليون پنيتا وويل چي متحد ه ايالاتو پاکستان د دي عملياتو په هکله ځکه خبر نکړ چي دوي دا ويره لرله چي د پاکستاني چارواکو لخوا به د القاعدي مشر ته خبر ورکړل شي.

ګيلاني د ټايم مجلي سره په يو مرکه کي څو څو واري د دواړو هيوادونو تر منځ

« ناباوري» ته اشاره وکړه. هغه وويل چي د يو غوره کړاي شوي سياستمدار په توګه به د امريکا سره د ښه اړيکو پر ځاي د پاکستان د عوامو سره ودريدلو ته ترجيح ورکړي.

هغه وويل : « که چيري د خلکونظر ستا پر خلاف وي، نو بيا زه نه شم کولي چي د دي مقاومت په مقابل کي له تا سره ودريږم. زه بايد د خلکو نظريي پسي ولاړشم.»

په عيني وخت کي د دوشنبي په ورځ ګيلاني پارلمان ته په خپله وينا کي د امريکا له خوا د پاکستان په خاوره يو طرفه عملياتو ته هم ګوت څنډنه کړي وه. خو سپيني ماڼي ويلي دي چي ولسمشر بارک اوباما دا حق د ځانه سره خوندي ساتلي چي بيا هم په پاکستان کي د ترهګره به خلاف ورته قدم پورته کړي.

د ټايم مجلي سره په مرکه کي ګيلاني وويل: « کله چي د دواړو هيوادونو تر منځ بي باوري موجوده وي نو د استخباراتي شبکو په معلوماتو کي به هم مشکلات موجود وي.» د دي پوښتني په ځواب کي چي ولي د دواړو هيوادونو تر منځ بي باوري موجوده د پاکستان صدراعظم وويل: « دا زمونږه له خوا نه بلکي د هغوي له خوا ده او دا پوښتنه بايد د هغوي نه وشي.»

په پام کي ده چي John Kerry په راتلونکو ورح کي به د يو لوړ پوړي پلاوي سره اسلام آباد ته ولاړ شي تر څو د دواړو هيوادونو تر منځ د مهمي ملګرتيا سر بيره د استخباراتي شبکو په سرهم خبري وکړي. دا د اسامه بن تر وژل کيدو وروسته پاکستان ته د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د يو لوړ پوړي هيأت لمړني سفر وي.

پاکستان له امريکا سره حساسي اړيکي لرلي دي. اسلام آباد تر 2001 م کال پوري په افغانستان کي د طالبانو د دولت څخه ملاتړ کاوه، د سپتمبر د 11 د پيښو څخه وروسته وضعيت بدل شو. تر هغي وروسته امريکا تر اوسه د پاکستان سره 18 مليارده ډالره مرسته کړي ده چي د دغه پيسو زياتره برخه پوځ ته تللي.

خو اسلام آباد ته څيرمه د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د کانګرس ځينو غړو ويلي دي چي د امريکا له خوا چي کومي مرستي کيږي دي بايد له سره کتنه وشي. او پاکستان يي په دي تورن کړي دي چي «دوه مخي سياست» تعقيبوي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: عبدالباري حکيم