1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګينيا بيساو د جنوبي امريکا د مافيايي کړيو د کوکاينو ګدام دی

۱۳۸۷ مرداد ۱۴, دوشنبه

د لويديځي افريقا په کوچني هيواد ګينيا بيساو کي د لاتين امريکا د نشي موادو د مافيا نفوذ ورځ تر بلي ډيريږي. او غواړي چي ددغه خوار هيواد څخه د کوکاينو د زيرمي په توګه کار واخلي

https://p.dw.com/p/EqIP
د کوکاينو په بوټو بار بوجۍ چي د خرڅلاو لپاره د کوکا په نامه بازار ته وړل کيږي
د کوکاينو په بوټو بار بوجۍ چي د خرڅلاو لپاره د کوکا په نامه بازار ته وړل کيږيانځور: AP

مافيا غواړي چي په دغه هيواد کي تر زيرمه کولو وروسته دغه نشي مواد اروپايي هيوادونو ته په اسانۍ سره انتقال کړي او هر هغه څوک چي ددوی په مخ کي خنډ ګرځي ددوی په خبره هغه د خپل ژوند سره بازی کوي. لکه څنګه چي دا اوس تيره اونۍددغه افريقايي هيواد د قضايي چارو وزيري مېرمن کارميليته پيريس، ته د تليفون د لاري ګواښ وسوچي« ته اخته يې چي خپل ځان ته پخپله قبر وکيندې»

داځکه چي مېرمن پيريس،غواړي چي د مخدره موادود قچاقوړونکو ډلو په وړاندي مبارزه وکړي. هغه نه غواړي چي گواښونو ته غاړه کښېږدي،خو بيا هم ډيره بيره لري.د دغو گواښونو عمده علت به د الوتکي هغه کيسه وي چي دې په کښي تلاښي کول غوښتل.

د جولای د مياشتي په آخر کي دغه الوتکه د جنوبي امريکاڅخه راغله او په گينيا بيساوکي کښته سوه، نو هغه وخت داسي آوازې خپرې سوې چي نيم ټن کوکاين يا پوډر يې پکښي بار دي. يوڅو ورځي پرله پسې عسکرو دغه الوتکه محاصره کړه او مېرمن پيريس، يي دې ته نه پريښووله چي پلټني پيل کړي.کله چي يې پلټونکو ته اجازه ورکړه، نو د الوتکي بار چا وړی و او الوتکه هسي خالي ولاړه وه. اوحتي يوگرام پوډر هم پکښي نه وپاته.

د ګينيا بيساو د پارلمان ودانۍ
د ګينيا بيساو د پارلمان ودانۍانځور: AP

د گينيا بيساو، لوی څارنوال په دې نظر دی چي جگپوړي سياستمداران هڅه کوي چي د پلټنو په بهير کي خنډ وگرځي. هغه پر نظاميانو باندي تور لگوي چي له قچاق وړونکوسره گډ کار کوي.د وسلوالو ځواکونو وياند، ښاغلی ارسينيو بالده، دغه نيوکي په کلکه ردوي او وايي:« زه فکرکوم چي هيڅوک داسي شواهد په لاس کي نه لري چي گواکي د دغه هيواد رسمي مامورين دي په دا ډول پيښوکي ښکيل وي. بر عکس موږ د مخدره توکو د قاچاق په وړاندي کلکه مبارزه کوو».

خورښتياخبره داده چي، دکلمبيا د مخدره موادوقاچاقبرانو په گينيابيساو، کي د دغو نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو يو ښه درک موندلی دی. په 2003 کال کي د افريقا په لويديځ کي دوه نيم سوه کيلوگرامه کوکاين ونيول سول. تيرکال دغه کچه شپږ نيمو ټنو ته لوړه سوې ده.يعني 24 چنده ډيره سوې ده.

په داسي حال کي چي د امريکا په متحده ايالاتوکي دکوکاينو بازار پر سړېدو دی، خو په اروپا کي ورځ تر بلي توديږي. په اروپا کي د مخدره موادوسوداگر د يورو د پولي واحد د پياوړتيا په خاطر ښه گټه هم کولای سي، يعني د امريکا په پرتله دلته دوه برابره عايدات لري.

د ګينيا بيساو هيواد د پرتګال پخوانۍ مستعامره ده
د ګينيا بيساو هيواد د پرتګال پخوانۍ مستعامره دهانځور: dpa

د گينيا بيساو هيواد د جنوبي امريکا او اروپا تر منځ د ترانسيټ او پيوستون ښه مرکز دی. په غربي افريقا کي د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنايي چارو د څېړني د ادارې مرستيال مدير امادو فيليپ د اندرېس، وايي:«قاچاق وړونکي پوهيږي چي په دغه هيواد کي ډير اداري فساد موجود دی. هغوی ورځي او هلته هر څه چي يې زړه غواړي هغه کولای سي. په جنوبي امريکا کي خلګ په دې پوهيږي چي په غربي اقريقا کي د مامورينو په منځ کي اداري فساد ډېر زيات دی، نسبت د نړۍ و نورو برخو ته»

گينيا بيساو،د پورتګال پخوانۍ مستعامره ده، د نړۍ د تر ټولو غريبو هيوداونو په کتار کي راځي. اکثره وگړي يې نه برېښنا او نه اوبو ته لاس رسی لري. پوليس هم څه نه سي کولای. په دغه هيواد کي ملي پوليس ايله دوې بېړۍ په اختيار کي لري، چي يوه يې خرابه هم ده. الوتکي او چورلکي يې هم د کاره لوېدلي دي. پوليس او پوځيان په کافي توگه معاش نه اخلي نوځکه د مخدره موادو له قچاقچيانو سره گډ کار کوي. د جنوبي امريکا قچاق وړونکي بيا