1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګيټس: د افغانستان جګړه زموږ نه ده

۱۳۸۷ آبان ۱۲, یکشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، رابرت ګیټس ویلي چي د افغانستان پوځ باید ستر کړای سي او دغه شخړه باید د افغانستان د جګړې په توګه وپیژندل سي، نه د امریکایانو او ناټو جګړه

https://p.dw.com/p/FlzC
ګيټس:«د افغانستان ملي پوځ بايد پراخ کړل سي، ځکه دا خپله د افغانانو جګړه ده، نه د امریکا او نه د ناټو »
ګيټس:«د افغانستان ملي پوځ بايد پراخ کړل سي، ځکه دا خپله د افغانانو جګړه ده، نه د امریکا او نه د ناټو »انځور: AP

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، رابرت ګیټس د افغانستان د ملي پوځ پراختیا ته په اشارې سره وویل:« دا به یوه ستره اشتباه وي چي په افغانستان کي روانه شخړه، د امریکانو جګړه وګنل سي. دا د افغانانو جګړه ده د خپل هیواد لپاره، موږ باید دا خبره یقیني کړو چي هغوی پوهیږي چي موږ هلته د دې لپاره نه یو چي دغه جګړه پر مخ بیایو، بلکي د هغوي سره موږ یوازي مرسته کوو.»

ګیټس له فلوریدا څخه د واشنګټن په لور په یوه الوتکه کي خبریالانو ته دغه خبره وکړه، هغه په فلوریداکي په هغه غونډه کي ګدون وکړی چي د متحده ایالاتو د عمومي قوماندان مقام ته د جنرال ډيويډ پیتروس د ترفیع په خاطر جوړه سوې وه. ګیټس وویل:«هغه څه چي سړی غواړي د هغه شاهد و اوسي، هغه دا دي چي په ممکنه ژر وخت کي د افغانستان ملي پوځ پراخ کړای سي، ځکه دا خپله د افغانانو جګړه ده، نه د امریکا او نه د ناټو ».

په تیرو دوو کلونو کي د طالب ښوریښانو زور زیاتی بد ورګی شوی دی او رابرت ګیټس اعتراف وکړی، چي د عراق او افغانستان په هکله د پاملرنو تر منځ نابرابري سوې ده. هغه وویل: «په عراق کي څه ناڅه یو ملیون امنیتي ځواکونه په مختلفو امنیتي خدماتو بوخت دي. پداسي حال کي چي افغانستان چي نفوس يې څلور چنده د عراق په پرتله ډير دی او خاوره يې یو پر دریمه د عراق په پرتله ستره ده،يوازي 150 زره امنیتي ځواکونه موجود دي.»

امریکايي او ناټو قوماندانانو په وروستیو ورځو کي د افغانستان د جګړې د ډګر لپاره د درو نورو جنګي قطعاتو غوښتنه کړې ده ترڅو د بغاوتونو سره مقابله وکړای سي.

واشنګټن لاد مخه تر دې اعلان کړی ؤ، چي د نومبر په میاشت کي به 2000 نور سمندري سرتیري افغانستان ته واستوي او بیا د راتلونکي کال په لومړۍ میاشت جنوري کي به یو 3700 کسیز ځواک، ورپسي زیات کړي.

په کابل کي د امريکا ځانګړی ځواک د يوې کوځې د تلاشي پر مهال
په کابل کي د امريکا ځانګړی ځواک د يوې کوځې د تلاشي پر مهالانځور: AP

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وویل:« زه فکر کوم، چي زما راتلونکی ځای نیونکی به هرمرو هڅه وکړي د نورو زیاتوسرتیرو د غوښتني لپاره ځواب ورکړي. زه فکر کوم چی موږ باید د درو نور جنګي قطعاتو غوښتنه په 2009 کال کي پوره کړو.»

خو ګیټس یادونه وکړه:« البته په دې هکله به غور وسي چي نور زیاتو سرتیرو ته رښتیا هم اړتیا شته او دا کار ارزښت لري که نه.» هغه وویل:« د ناټو ډیرو هیوادونو ښودلې ده چي هغوی چمتو دي ځیني نور سرتیري واستوي،او زیاته يې کړه:« د هغه په نظر ستونزه دا ده، له احتمال څخه لیري ښکاري چي زموږ د متحدینو له خوا دي د اهمیت وړ شمیر سرتیري برابر کړای سي.»

جنرال پیتروس چي د متحده ایالاتو د نوی عمومي قوماندان په توګه ټاکل سوی او د عراق او افغانستان لپاره يې مسوولیت په غا ړه اخیستی، بریالی سوو چي له 30 زرو نورو سرتیرو سره، د عراق په لویدیځ کي د سنیانو د بغاوت مخ ونیسي او په دې ډول يې د هغه هیواد یوه برخه له امنیت څخه برخمنه کړه.

ډیری کسان هیله لري چي جنرال پیتروس به د ښورښیانو پرضد خپله تجربه په افغانستان کي هم په کار واچوي. ګیټس د جمعې په ورځ، کله چي جنرال پیتروس د عمومي قوماندان په توګه وټاکل سو وویل:« د داسي یوې مشرۍ لپاره په اوسني وخت کي سخت ضرورت دی، په افغانستان کي پوځي ستراتیژي او زموږ د شریکانو تر منځ همږغي ته اړتیا ده او زه فکر کوم چي جنرال پیتروس په دې برخه کي مرسته کولای سي.»