1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګڼ شمیر ترکي ديپلوماتانو په المان کې د پناه غوښتنه کړې

۱۳۹۵ مهر ۱۸, یکشنبه

الماني رسنیو ويلي دي چې د ترکیې د سفارت ګڼ شمیر ديپلوماتانو په المان کې د پناه غوښتنه کړې ده. د پناه غوښتونکو په ډله کې په برلین کې د ترکیې د سفارت پوځي اتشه هم شامل دی. نور معلومات په رپوټ کې ولولئ.

https://p.dw.com/p/2R34p
Türkische und Deutsche Flagge
انځور: Getty Images/S. Steinbach

د الماني رسنیو په حواله، په ترکیه کې د جولای د ۱۵ نیټې ناکامې کودتا وروسته لږ تر لږه درې ترکي ديپلوماتانو په المان کې د پناه غوښتنه کړې ده. دغه رپوټ په داسې وخت کې خپریږي چې د برلین او انقرې ترمنځ اړیکې تر پخوا لږ ترینګلې دي.

د المان زوددویچه سایتنګ ورځپاڼې،NDR  او WDR د جمعې په ورځ رپوټ خپور کړ چې په دغو درې پناه غوښتونکو کې یو کس په برلین کې د ترکیې د سفارت نظامي اتشه ده.

د پناه غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې ترکي چارواکو سلګونه ډپلوماتیک پاسپورټونه لغو کړي دي. په لس هاو زره د پولیسو سرتیري، د پوځ سرتیري، استادان او قاضیان له دندو یا ګوښه کړل شوي او یا هم زندان ته اچول شوي دي. په دې لړ کې په بهرنیو هیوادونو کې د دې هیواد ډپلوماتان هم خوندي نه وو. 

په بهرنیو هیوادونو کې نیونې

په المان کې خبري رسنیو خبر ورکړی چې د فتح الله ګولن له ډلې سره چې ترکیه یې د کودتا اصلي عامل ګڼي، د ګڼ شمیر ترکي ډپلوماتانو د اړیکې تر لرلو وروسته، د انقرې لخوا د دې هیواد د اتو تنو ډپلوماتانو سفري اسناد لغوه شوي دي.

خبري رسنیو د المان د کورنیو چارو د وزارت په حواله خبر ورکړی چې له دغه اتو کسانو څخه درې کسانو یې په المان کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده. دوی وایي چې کیدای شي دغه شمیر نور هم لوړ شي.

الماني رسنیو د ډګروال ایهان داغلي چې په برلین کې د ترکیې سفارت نظامي اتشه وو نوم یادوي چې له خپلې میرمنې او ماشومانو سره په ګډه یې له درې نورو کسانو سره یوځای د پناه غوښتنه کړې ده.

د زوددویچه سایتنګ ورځپاڼې د رپوټ په حواله د مهاجرینو لپاره د المان فدراله اداره وايي چې دوی تراوسه د نوموړي د پناه غوښتنې په هکله پریکړه نه ده کړې او وايي چې کیدای شي دغه کار وخت ونیسي.

دغه ورځپاڼه همدا راز وایي چې د ترکيي چارواکو تر اوسه پورې د دغو ډپلوماتانو په هکله چې سیاسي خوندیتوب هم لري، په رسمي ډول شکایت نه دی کړی.

دغه خبرونه کیدای شي د داوړو هیوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې بیرته ښې شوې اړیکې تهدید کړي. د انقري حکومت د جون د دویمې نیټي د پارلماني ټاکنو پر وړاندې د غبرګون په توګه خپل سفیر بیرته وغوښت. څو ساعتونه وروسته له هغې چې د جمعې په ورځې د پناه غوښتنې دغه خبر خپور شو، المان ته د ترکیې سفیر حسین اونی بیرته راستون شو او خپلې دندې ته یې ادامه ورکړه.

دغې الماني ورځپاڼې وړاندوینه کړې ده چې کیدای شي د ترکیې حکومت پر المان د تورنو مجرمینو د خوندي ساتلو تور پورې کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (16.07.2016):