ګیلاني د خپلې سزا پر ضد دعوا نه کوي
۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبهد پاکستان سترې محکمې تیره میاشت ګیلاني ته د محکمې د سپکاوي په تور سزا واوروله. محکمې له لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني څخه غوښتي ول چې د سویس چارواکو ته د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري د دوسیو د پرانیستلو له پاره لیک واستوي، خو هغه د دې کار له تر سره کولو څخه ډډه کړې وه او له همدې کبله ورته سزا ورکړل شوې وه.
محکمې هغه ته په سمبولیکه توگه د یوې دقیقې څخه کمه سزا اورلې وه چې هغه دې دغه وخت په محکمه کې تیر کړي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې څوک چې قضا ته په اهانت تورن شي، د پارلمان غړی نه شي پاتې کیدای او له همدې کبله باید هغه ته د نه اعتماد ورکړل شي.
خو د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پارلمان مشرې فهمیده مرزا، وویل چې پر گیلاني باندې د محکمي د سپکاوي تور په دې معنی نه دئ چې هغه باید د اساسي قانون په مطابق رد صلاحیت شي. فهمیده مرزا د زرداري او یوسف رضاگیلاني د گوند (پاکستان پیپلز پارټي) غړې ده.
د گیلاني مدافع وکیل اعتزاز احسن نن (شنبه د ۲۰۱۲م کال د مې د میاشتې ۲۵مه نیټه) یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې د گوند له مشرانو سره تر صلاح مشورې وروسته د اورول شوي سزا پر ضد د دعوا د نه دایرولو فیصله شوې ده.
احسن په خپلو خبرو کې وویل چې ده د پاکستان په سترې محکمې کې د دعوا د دایرولو له پاره چمتووالی نیولی وو خو د جمعې په ورځ ناوخته گیلاني ده ته تیلیفون وکړ او ورته ئې وویل چې دا کار تر سره نه کړي ځکه چې یوه ورځ وړاندې د پارلمان مشرې په دې اړه حکم صادر کړی دئ.
احسن په خپلو خبرو کې زیاته کړه: « لومړي وزیر خپله سزا پوره کړې ده، خو رد صلاحیت شوی نه دئ.»
د پاکستان د دولت یو شمیر غړي قاضیان پر دې تورنوي چې له خپلو وظایفو څخه زیات تیری کوي او غواړي چې د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر راوپرځوي.
د محکمې د دې غوښتنې په ځواب کې چې د سویس چارواکو ته د ولسمشر د دوسیو د پرانیستلو له پاره خط ولیکل شي، گیلاني تل په دې خبره ټینگار کړی دئ چې ولسمشر قانوني مصئونیت لري.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش