1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګیلاني: سرحدي شخړه بايد پای ته ورسيږي

۱۳۹۰ تیر ۳۱, جمعه

د پاکستان لمړي وزیر ،یوسف رضا ګیلاني د «پنجشنبي» په ورځ وويل پاکستان او افغانستان باید خپلی هڅی دوه برابره کړی چی د پولي دواړو خواو ته جګړه ختمه کړاي شي او د دواړو هیوادونو اړيکو ته د پیښيدونکي ګواښ مخه ونیول شي

https://p.dw.com/p/121YK
د پاکستان لمړۍ وزیر یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان لمړۍ وزیر یوسف رضا ګیلانيانځور: picture alliance/dpa

د رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کی ګيلانی وویل چي هغه هیله لري چي هندوستان په افغانستان کي ښه نقش ولوبوي. دا پداسي حال کی ده چی د اسلام آباد او دهلي په اړیکو کي لږ څه ښه والی راغلي او د دواړو هیوادونو تر منځ هغه بي باوري چی پخوا موجوده وه لږه څه راټیټه شوي.

ګیلانی وويل:« یو با ثباته، سولیز، خپلواک او خپلواکمن افغانستان د پاکستان په ګټه ده.» اوسیرامنځ ته او یو خپلواکه هیواد اوسي.» هغه زیاته کړه « مونږ په افغانستان کی د ستونزی د حل کولو یو اړخ یو، نه د ستونزی د پیدا کولو.»

ګیلاني وويل چی دواړو هیوادونو ترمنځ پخوا اړيکي څه نا څه ترینګلي شوي وي خو دغه اړیکي اوس بیرته سمي شوي، او مونږ باید په شریکه د خپل «ګډ دښمن» یعنی اسلام پالو افراطی اورپکو پر ضد جګړه وکړو.

خو د دواړو هیوادونو تر منځ په تیرو څو اونیو کی اړيکي بیا څه خړي شوي. افغانستان وایی چی د پاکستان له لوری د توغندی بريدونو په نتیجه کی کابو 42 ملکی کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی . افغان ولسمشر حامد کرزي د دی لپاره چی له پاکستان سره اړیکی نوری هم خړی پړی نه شی، د خپلو ځینو وزیرانو هغه یوه غوښتنه رده کړی چی د پاکستان تیرو ته دی بیرته ځواب ورکړ شی.

خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي او وایی چی ممکن یو څو توغندي د افغانستان په خاوره کی په غلطي سره لګیدلي وي کله چی دوي د اورپکو په تعقیب کي وو.

ګیلاني ویلي چي زه او کرزی دواړه د پولي په سر د راپورته شوي کړکیچ له امله د سخت فشار سره مخامخ یو. نو له دي امله زه د ولسمشر کرزي سره تل په رابطه کی یم تر څو کوم سو تفاهم پیدا نه شي.

هغه زیاته کړي چی پاکستان دي ته ژمن دي چی د طالب اورپکو سره د خبرو اترو په شمول په افغانستان کی د ثبات په راوستلو کي مرسته وکړي .

ګیلاني ویلي:« زه د سیاسي پخلاینی پلوی یم چی دغه خبري خپله افغانان وکړي او مشري یی هم د افغانانو په لاس کي وي. نو پدي خاطر مونږ دي ته چمتو یو چی د پخلایني هره پروسه چی د افغانستان له لوري پیل کیږي مونږ یی ملاتړ وکړو.»

خو هغه وويل چی امریکا متحده ایالات، پاکستان او افغانستان باید په ګډه یو بل سره کار وکړي.

په پام کی ده چی د پاکستان او هندوستان د بهرنیوچارو وزیران د جولاي د میاشتي په 27 نیټه سره په دهلي کي وګوري. ګیلاني ویلي.« مونږ په رښتیا غواړو چی دغه لیدنه کتنه مثبتي پایلي ولري او مونږ غواړو چی د خپلو ګاونډیانو سره ښي اړیکو ولرو.»

ګیلاني یادونه وکړه چی مونږه دواړه هیوادونه هند او پاکستان د افغانستان سره ښي اړيکي لرو. او پاکستان د افغانستان په ثبات کی مهم نقش لري. زه هیله لرم چی هندوستان هم په افغانستان کي مهم نقش ولوبوي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم