1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګېټس: د افغانستان څخه پر خپل وخت د عسکرو ايستل پر ډبري باندی کرښه ده

۱۳۸۹ مرداد ۲۵, دوشنبه

د 2001 ميلادي کال راهيسي په افغانستان کي د 2002 وژل سوؤ بهرنيو عسکرو څخه 1226 امریکايان او 331 بريتانويان دي.

https://p.dw.com/p/OoT6
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت گېټس
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت گېټسانځور: AP

د متحده ايالتونو د دفاع وزير رابرټ گېټس پر دې ټينگار کړی دی چي بايد د 2011 م مېلادي کال په جولای کي د پلان سره سم د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو ايستل پېل سي.

د نوموړي په وينا دغه پرېکړه سوې او دا پر ډبري باندي د کرښي مانا لري. نوموړی پداسي حال کي د اڅرگرندونې کړي دي چي په افغانستان کي د امریکايي پوځ قومندان جنرال ډېويډ پېټريوس بل ډول نظر وړاندي کړی ؤ.

د اونۍ په آخره کي جنرال ډېويډ پېټريوس ويلي وه چي د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتنې د پېل نېټه د ډبري کرښه نده. نوموړي د امکان نه ؤ رد کړی چي دغه نېټه وځنډول سي.

پېټريوس ويلي وه چي امکان سته چي دی باراک اوباما ته سپارښتنه وکړي چي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د وتنې ټاکل سوې نېټه وځنډوي.

خو د لاس انجلس ټايمز نومي وېبپاڼې سره په مرکه کي د متحده ايالتونو د دفاع وزير رابرټ گېټس ويلي دي:

« پدې هکله د هيڅ چا په فکر کي پوښتنه نسته چي موږ به د 2011 م ميلادي کال د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه د خپلو عسکرو ايستل پېل کړو.»

په يوه بله مرکه کي چي بيا کله د پېټريوس څخه پوښتنه وسوه چي و مځکني حقايقو ته په کتنې سره ايا اوباما به دده دا سپارښتنه ومني چي امريکايي عسکر بايد تر ټاکلې مودې څخه زيات په افغانستان کي پاته سي. نوموړي د دې سوال په جواب کي وويل:

«يقينا، زما په آند ولس مشر په ډېر فصاحت سره دا خبره تشريح کړېده چي دغه يوه روانه پروسه ده او نه يوه ولاړه پيښه. له دې کبله دا په حالاتو پوري اړه لري.»

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پيتريياس
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پيتريياسانځور: AP

جنرال پېټريوس د يکشنبې په ورځ په ميټ د پريس نومي تلويزيوني پروگرام کي چي د اين بي سي لخوا خپريږي دغه څرگندونې وکړې. نوموړي په مرکه کي زياته کړه:

«زه او ولس مشر په اول آفس کي سره کښېنستو او هغه راته په ډاگه وويل چي هغه زما بهترينه پوځي مشوره غواړي.»

افغانستان غواړي چي د بهرنيو ټلوالو په مرسته خپل د پوليسو او پوځ ځواک جوړ کړي او پدې توگه تر 2014م ميلادي کال پوري ځان ددې جوگه کړي چي د خپل امنيت مسؤليت پخپله په غاړه واخلي.

د افغانستان په ناقراره سويل کي د دېرشو زرو نوؤ امريکايي عسکرو د لېږد برسېره پدغه سيمه کي د ناقراريو په واقعاتو کي زياتوالی راغلی دی. د عسکرو د زياتېدو سره نښتې هم زياتي سوي دي او بهرنی پوځ د وسله والو مخاليفينود سخت مقاومت سره مخامخ دی.

په عيني حال کي د متحده ايالتونو کي د افغانستان د جگړې لېوالتيا او د اوباما محبوبيت په ريکاډ ډول راټيټ سوي دي. د افغانستان د جگړې په هکله په امريکايي ولس کي د شکونو زياتېدل دا وجه هم لري ولي چي د روان ميلادي کال د جولای مياشته د دوی د عسکرو لپاره په تيرو نهو کالو کي تر ټولو خونړۍ مياشته وه. پدغه مياشته کي 66 امريکايي عسکر ووژل سول.

رابرټ گيټس او پېټريوس دواړو په خپلو وروستيو مرکو کي يو مشترک ټکی درلودی. هغه دا چي دواړو هڅه کړې چي د افغانستان د جگړې په هکله د امريکا ولس ته ډاډه ورکړي چي بريا ناممکنه نده.

که له يوې خوا بعضي امريکايان پر اوباما گوتنيونه کوي چي د پوځ د وتلو د نېټي په ټاکلو سره يې دُښمن ويښ کړی دی نو له بلي خوا بيا بعضي ورباندي تنقيد کوي چي دی ولي د ټاکلې نېټي څخه تر مخه لا عسکر نه باسي.

په عيني حال کي د آی کېژولټيز ډاټ آرگ نومي وېبپاڼي خبر ورکړی دی چي په افغانستان کي په 2001 ميلادي کال کي د جگړې د پېل راهيسي د وژل سوؤ بهرنيو عسکرو شمېر تر دؤ زرو اوښتی دی.

د 2001 ميلادي کال راهيسي په افغانستان کي د 2002 وژل سوؤ بهرنيو عسکرو څخه 1226 امریکايان او 331 بريتانويان دي.

آژانسونه/احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل