1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګېټس: که د افغانستان وضعيت ته تغير ور نه کړو عامه ملاتړ به د لاسه ورکړو

۱۳۸۸ تیر ۲۸, یکشنبه

د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګيتس ويلي دي، چي د متحده ايالاتو د ځواکونو په مشري د افغانستان جګړه کي بايد تر راتلونکي دوبي پوري خپل برياليتوب ښکاره شي...

https://p.dw.com/p/IsXw
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټسانځور: AP

ګېټس دغه خبره د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼي ته کړې ده. هغه وويل: « په افغانستان کي برياليتوب د هري سناريو له لحاظه، د هغه د خپلي وينا له مخي « د اوږدې مودې موضوع ده، او دا هم روښانه ده چي متحده ايالات دغه جګړه په يو کال کي ګټلای نه شي.

ګېټس وويل،خو امريکايي ځواکونه يي بايد روان وضعيت ته لږ ترلږه د يو کال په موده کي بدلون ورکړي، که دا کار هم هغوی ونه شي کړاي ، نوهغوی به عامه ملاتړ له لاسه ورکړي.

له لاس انجلس ټايمز سره په مرکه کي د ګېټس له خبرو څخه داسي نقل قول شوي چي هغه وويل: «د عراق له تجربې څخه وروسته، هيڅوک چمتو نه دي چي د يوې اوږدې مودې سرخوږی ولري. عسکر ستړي شوي دي او د امريکا خلک زيات ستړي دي.»

د لاس انجلس ټايمز د ورځپاڼي په رپوټ کي ويل شوي دي چي ګېټس دغه مرکه هغي ورځپاڼي سره د جمعې په ورځ د خپلي سپرلي په الوتکه کي هغه وخت وکړه چي د الينايز ايالت کي د متحده ايالاتو له سمندري ځواکونو سره له ليددني کتني څخه وروسته د واشنګټن په لور ستون شو.

ورځپاڼه يادونه کوي چي ګېټس مخکي له دي هم د افغانستان په جګړه کي د پرمختګ د ضرورت او له جګړي څخه د عامه خلکو په ستړيا باندي خبري کړي دي.

خو په دې مرکه کي، هغه د دې پرمختګ د ضرورت له پاره د يو مهال ويش په ټاکلو او د نه پرمختګ په صورت کي پر احتمالي ناخوالو پايلو باندي په ښکاره توګه خبري وکړي.

متحده ايالاتو يو ويشت زره نور جنګي سرتيري افغانستان ته واستول او سر بير پر دي يو نوي قوماندان يي د نړوالو ځواکونو د مشري له پاره وټاکه. د دغو سرتيرو څه ناڅه ۴۰۰۰ له دوو اونيو را په دې خوا په هلمند ولايت کي د طالب ياغيانو پر ضد جګړه کوي.

د يو بل خبر له مخي چي د رويتر د خبري آژانس له خوا خپور شوي، د متحده ايالاتو پوځ هغه يو ويدويي فلم غندلی، چي په هغه کي په افغانستان کي يو نيول شوی امریکايی سرتيری ښودل شوی. هغه پوځ وويل چي دغه ډول ښودل د طالبانو له پروپاګند څڅه ويندويي کوي او د نړيوال قانون خلاف کار دی.

په ويدويو کي دغه عسکر چي سر يي خريلي دی، لږڅه ږيره يي راغلي او افغاني جامي اغوستي دي، وايي: « زه ويريږيم، زه ويريږم نه شي چي هيڅکله ونه توانيږم بيرته خپل وطن ته ستون شم، دا ديره سخته ده چي سړی بندي وي.»

د پوځ وياند، تورن جان ستاک د دې پخلی وکړی چي په ويدو کي ښودل شوي سړي، هغه يو امريکايي سرتيری دي چي د جون په پاي کي افغانستان کي لا درکه شو. هغه وويل چي له دغه عسکر څخه د تبليغاتو په مقصد استفاده، زمونږ په نظر د نړيوال قانون خلاف عمل دي.

AFP/Reuter/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل