1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گاوک د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړل

۱۳۹۱ فروردین ۴, جمعه

د المان نوي ولسمشر یواخیم ګاوک، د جمعې په ورځ په برلین کې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پرځای کړل. ګاوک تیره اونۍ تر ټاکل کیدو وروسته په کار پیل کړی وو.

https://p.dw.com/p/14PmK
انځور: dapd

یواخیم ګاوک د المان د فدرالې او ایالتي شوراگانو د استازو پر وړاندې د ولسمشرۍ د لوړې مراسم پر ځای کړل.

ګاوک د لوړې پرځای کولو د مراسمو پر وخت پخپله وینا کې د آزادۍ او عدالت د اړیکو په اړه خبرې وکړي. هغه وویل: «آزادي د عدالت له پاره یو اړین شرط دﺉ. د آزادۍ د ساتلو له پاره باید سړی عدالت ته متعهد پاته شي.»

هغه وویل چې المان باید داسې یو هیواد وي چې ټولنیز عدالت او د پرمختګ چانسونه او په هغوی کې ونډه اخیستل سره یوځای کړي.

ګاوک زیاته کړه چې هغه المان ته د «دیموکراسۍ د معجزې» د هیواد په سترګه ګوري. خو د هغه په خبره دی دې موضوع چې اوس ځینو المانیانو پر دیموکراتیکو ادارو خپل باور له لاسه ورکړی دﺉ اندیښمن کړی دﺉ. ګاوک د خپلې خبري په تړاو په المان کې په ټاکنو د لږو کسانو گډون ته اشاره وکړه.

ګاوک وویل: «دا د هیچا په گټه نه ده چې د هغو کسانو تر منځ چې حکومت کوي او هغه کسان چې ورباندې حکومت کیږي واټن رامنځ ته شي.»

ګاوک د المان له پخواني ولسمشر کریستان وولف څخه قدرداني وکړه او ویویل چې دی به د وولف هغه لاره تعقیب کړي چې هڅه ئې کوله چې په الماني ټولنه کې خارجي الاصله الماني اتباع ادغام شي. ګاوک همداراز په خپلو خبرو کې له نژادي افراطیت سره په مبازه کې د زړه ورتیا غوښتنه وکړه.

د المان د فدرالي شورا رئیس نوربیرت لیمرت، وویل چې د المان د ولسمشر په توگه د گاوک ټاکنه چې له پخواني شرقي المان څخه دئ، د المان د کلک یووالې نښانه ده.

گاوک د دوشنبې په ورځ په کار پیل وکړ. هغه په دغه ورځ د المان له پخواني ولسمشر کریستیان وولف، سره ولیدل. گاوک تیره اونۍ د المان د ولسمشر په توگه وټاکل شو. هغه په کوم سیاسي گونډ پورې تړلی نه دئ.

گاوک وویل چې له پولند سره د المان اړیکې د هغه له پاره ډیرې مهمې دي. هغه زیاته کړه چې د المان د ولسمشر په توگه به هغه خپل لومړی سفر وارسا ته وکړي. تر هغه وروسته به گاوک فرانسې او نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړی.

گاوک ۷۲ کلن دئ او تر اوسه پورې د المان تر ټولو زوړ ولسمشر دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم