1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گرشک: د تښتوونکو له لاسه ماشومان ښوونځيو ته نه سو لېږلای

۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبه

د هلمند ولايت د گرشک ولسوالۍ اوسېدونکي له ماشوم تښتونو څخه سرټکوي او په دې کار کي ځايي پوليس شريک بولي. د هغوی په خبره اوس د تښتونو له لاسه خپل ماشومان ښوونځيو ته نسي استولای.

https://p.dw.com/p/14BkK
انځور: picture-alliance/dpa

د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چي نامعلوم وسله وال کسان ئې ماشومان تښتوي او وروسته ئې په بدل کي پیسې ځني غواړی.

د ګرشک ولسوالي اوسيدونکی زین الله وايي تيره ورځ په يوه کرولا موټر کي وسله وال کسان سواره ول او يو ماشوم ئې وتښتاوه چي اوس ئې له کورنۍ څخه دیرش لکه پاکستانۍ کالداري غواړي.

«د څه وخت راهيسي دغه خلک پيدا سوي دي او د خلکو اولادونه تښتوي. که څوک پيسې ورنه کړي زوی ئې ور وژني.»

دوی وايي که څه هم په گرشک ولسوالۍ کي وسلوالي حملې او د ‌طالبانو بریدونه کم سوي دي خو د تښتونو له پیښو څخه خلک ډير بيريږي او له دولت څخه ددې ستونزي دحل غوښتنه کوي.

د گرشک ولسوالۍ اوسیدونکو د تلیفون پرکرښه دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وویل چي د تیري يوې میاشتي راهيسي ئې اوه تنه ماشومان تښتول سوي دي او بیرته ئې د ډيرو پيسو په بدل کي خوشي کړي دي.

دوی وايي د تښتولو په خا‌طرخپل ماشومان ښونځي ته نسي استولای. ځکه تښتوونکو د شاګردانو تښتولو ته مخه کړې ده.

«اوس ولاکه خپل اولادونه ښوونځيو ته استولای سو. دا اوس يو څو ورځي دمخه يو هلک ښوونځي ته روان وو پر لاري ئې وتښتاوه. نو اوس موږ څنگه خپل اولادونه ښوونځي ته واستوو.»

د گرشک ولسوالۍ اوسیدونکي په دې تښتونو کي د ولسوالۍ دولتي چارواکي په لاس لرنه تورنوي.

«غلاوي نو څوک کوي خو دغه وسله وال کسان ئې کوي. په کورولاکي پوليس ور سره ناست وي چي وگورې پوليس وي نو ته خو څه نسې ورته ويلای چي ته دلته څه کوې.»

خو د گرشک امنیتي چارواکي او ولسوال وايي چي په دې ورځو کي د تښتوني پیښي ډیري سوي دي.

د گرشک ولسوال محمد سلیم رودی وايي چي په دې اړه ئې جدي هڅي پیل کړي دي ترڅو عاملين ئې ونيسي.

گرشک ولسوالي د هلمند ولایت یوه له ډيرو مهمو ولسوالیو څخه ده. په دغه ولسوالۍ کي يو وخت خلکو له بريدونو او چاودنو څخه سرټکاوه خو اوس د انسان تښتوونکو له منگولوڅخه پنا غواړي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل