1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

“گروسمن په قطر کي له طالبانو سره لیدلي دي“

۱۳۹۰ بهمن ۱۹, چهارشنبه

یو افغان چارواکي د چهار شنبي په ورځ ویلي دي چي د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په جنوري میاشت کي په قطر کي د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/13zJx
انځور: dapd

متحده ایالات هڅه کوي چي د افغانستان لس کلنه جګړه د سولي له لاري حل کړي. په دې ترڅ کي طالبانو اعلان کړي دﺉ چي له امریکايانو سره د خبرو اترو له پاره د قطر په هیواد کي یو سیاسي دفتر پرانیزي.

د یوه افغان لوړپوړي چارواکي په حواله چي د نوم د نه اخیستلو په شرط ئې خبري کولي د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانگړي استازي مارک ګروسمن، د جنوري د میاشتي په وروستیو ورځو کي په قطر کي د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.

د دغه افغان چارواکي په خبره ګرسمن له ولسمشر کرزي سره تر لیدلو وروسته د طالبانو له استازو سره هم لیدلي دي.

د دغه افغان چارواکي په خبره ګروسمن د طالبانو له استازو سره تر لیدني وروسته ولسمشر کرزي ته هم د خپلي دغي لیدني په اړه معلومات ورکړي دي. ګروسمن دغه معلومات ولسمشر کرزي ته ایټاليا کي ورکړي دي.

دغه چارواکي ویلي دي: «زه کولای شم ووایم چي ګروسمن په قطر کي د طالبانو له استازو سره لیردلي دي. کله چي ولسمشر کرزی په روم کي وو، ګروسمن د هغه د اوسیدلو ځای ته ولاړ او هغه ته ئې د خپلي لیدني په اړه معلومات ورکړل.»

اوس مهال د امریکا څه نا څه ۹۰۰۰۰ سرتیري په افغانستان کي د طالبانو پر ضد په جگړه بوخت دي. خو امریکا غواړي چي د افغانستان جگړه د سولي له لاري پای ته ورسوي.

په پلان کي ده چي په ۲۰۱۴ کال کي د ناټو تول جنگي ځواکونه له افغانستان څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شي او د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته وسپاري. امریکا هڅه کوي چي له دغي نیټي مخکي د افغانستان کړکیچ د سولي له لاري حل کړي. په دې ترڅ کي امریکا د طالبانو له پاره په قطر کي یو سیاسي دفتر پرانیزي او له گوانتانامو زندان څخه د هغوي پنځه بندیان هم قطر ته لیږدوي.

که څه هم ولسمشر کرزي د طالبانو او امریکا تر منځ له خبرو اترو سره خپل ملاتر اعلان کړی دئ خو ویل کيږی چي هغه له دغه بهیر څخه لیري پاته کیدي اندیښمن کړی دئ.

دغه افغان چارواکي د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي چي کله چي گروسمن په کابل کي وو هغه دوه ځلي له ولسمشر کرزي سره ولیدل. د افغانستان چارواکي په خبره کرزی او گروسمن له طالبانو سره د سولي د بهیر په اړه ځینو موافقو ته هم رسیدلي دي.

هغه د کرزي او گروسمن د خبرو اترو د جزئیاتو د ورکولو څخه ډډه وکړه خو ویول چي د افغان حکومت دريځ بدل شوی نه دئ او اوس هم غواړي چي د سولي بهیر د افغانانو په مشري وي.

مسعود جهش (د فرانسی خبري آژانس، دویچه ویله)
کتونکی: نجیب الله زیارمل