1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گلوبل میډیا فورم کلنۍ غونډه پېل شوه

ماتيياس هاين۱۳۹۵ خرداد ۲۴, دوشنبه

د دویچه ویله له خوا د گلوبل میډیا فورم یا ډله ییزو رسنیو د سږنۍ غونډي موضوعات په کړکیچ ځپلو سیمو کې د رسنۍ نقش، مخ پر زیاتیدونکی سانسور او غلط معلومات دي. د گلوبل میډیا فورم نهمه غونډه نن په بون کې پرانیستل شوه.

https://p.dw.com/p/1J5jY
Bonn Global Media Forum GMF 01 | Opening Ceremony
انځور: DW/K. Danetzki

دویچه ویله د خپل گلوبل میډیا فورم په نهمه کلنۍ غونډه کې چې د جون میاشتې له ۱۳ څخه به تر پنځلمسې نیټې پوري دوام وکړي، له ټولي نړۍ څخه د ۲۳۰۰ تنو مېلمنو ورتگ ته انتظار باسي. د سږنۍ غونډي شعار «رسنۍ. آزادي. ارزښتونه» دي. تر سلو زیاتو هیوادونو خبریالان، سیاستوال او هنرمندان، فعالان او د نظر خاوندان به تر څلویښتو زیاتو انفرادي غونډو کې د خپلې خوښې وړ موضوعاتو باندي بحث وکړي.

په دغه غونډه کې د ځینو جگپوړو سیاستوالو نومونه هم شته: لکه د اروپا د پارلمان مرستیال مشر الکسندر گراف لمبسدورف، د آلمان د پارلمان د ریئس مرستیاله کلاودیا روت، د آلمان د کار او ټولنیزو چازو وزیره اندریا ناهلیس او یا هم د مونشن د امنیتي کنفرانس مشر ولفگنگ ایشنگر.

همداشان تر اروپا دباندي مېلمنو په ډله کې له یوگانډا څخه د نوبل د بدیلي جایزې گټونکې کاشا جیکلین ناباگیسیرا، مصری هنرمند ابوبکر چې په کوڅو کې خلکو ته خپل هنر وړاندي کوي او یا هم فلسطینی ـ سوریایي پیانو غږونکی آیهام احمد نومونه شامل دي. وروستۍ وینا به د ملگرو ملتونو د اقلیم شورا، مشره کریستینا فگوریس وکړي، چې دنده یې په نزدې راتلونکي کې ختمیږي.

ورکشاپونه، متقابل بحثونه او خبري اتري

د دویچه ویله عمومي ریئس پېتر لېمبورگ د دغه کنفرانس اهمیت په دې ټکو کې رانغښتې دی: «گلوبل میډیا فورم داسي ورکشاپونه وړاندي کوي لکه د ستونزو د حل لاره لټول، د خپلمنځي دیالوگ شکلونه او الهام بخښونکی خبري اتري. موږ به د نړیوالو رسنیو د راتلونکي په هکله د دیجیتالې ستراتیژۍ اهمیت، د بشري حقونو او په نړیواله کچه مخ پر زیاتیدونکي توگه د رسنیو پر آزادۍ باندې د محدودیتونو د وضع کیدو، د هنر او کلتور پر آزادۍ، د حکومتونو پر مشرتابه او گډ پراختیايي کار په هکله بحثونه وکړو. په دې کې تل د رسنیو نقش او د ژورنالیزم وده مطرح کیږي.»

دویچه ویله به په سږنۍ غونډه کې ځان یوازي د گلوبل میډیا فورم د تنظیمونکي په توگه وړاندي نه کړي، بلکې د رسنیو په وده کې هم ونډه ولري.

د گلوبل میدیا فورم د چارو ریئس پترېک لیوش، هیله لري چې د دویچه ویله شعار «د فکر د خاوندانو له پاره» د گلوبل میدیا فورم «د فکر د خاوندانو په ټاټوبي» بدل کړي. هغه زیاتوي: «که چیرې سړي دا مسله رښتیا هم جدي ونیسي، نو هغو خلکو ته داسی یو فورم باید جوړ کړای شي چې هغوی هلته وکړای شي خپلې ځانگړې تجربې سره شریکې کړي او له یو داسې ځانگړي ځای څخه نړۍ ته یو څه بدلون ورکول غواړي: هغه کیدای شي یو بلاگر اوسي. کیدای شي هغه یو څوک وي چې د یوې ان جې او په ملکي څانگه کې کار کوي او په خپل کلي او ټولنه کې بدلون راوستل غواړي. کیدای شي هغه یو سیاسي تصمیم نیونکی اوسي.»

د دویچه ویله د بیان د آزادۍ او د ټولو غوره ویب لاگونو یا «بابز» جایزه

د نورو پروگرامونو تر څنگ چې لویش یې لیدل له لاسه ورکول نه غواړي، د ترکۍ ورځپاڼې «حریت» مسئول مدیر سیدات ایرگین ته د بیان د آزادۍ د جایزې ورکول دي. د بیان د آزادۍ د جایزې تر څنگ به د آنلاین فعالیت په برخه کې د «بابز»، په نوم د جایزو گټونکو ته د دویچه ویله دغه جایزې ورکړل شي.

په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوې سږنۍ دغه جایزه د مدني ژورناليستانو یوې بنگله دیشۍ پروژې، په ایران کې د یوه اپلېکشن جوړونکي چې د مذهبي پولیسو په هکله خبرداری ورکوي او همداشان په هند کې پر ښځو باندي د تیزابو د شیندلو پر ضد د کمپاین پر لار اچونکي فعالیت ته ورکول کیږي.»