1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گل اغا شېر زی او زلمی رسول نغدي جريمه سوي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو دوه کانديدان یې نغدي جریمه کړي دي او ټولو کانديدانو ته یې خبرداری ورکړی دی، چې «هغه رایې چې صاحب و نه لري» واقعي رایې نه دي او نه حسابیږي.

https://p.dw.com/p/1BZcQ
انځور: DW

د افغانستان د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو یو تن کاندید گل آغا شیرزی، له دې امله نغدي جریمه کړی دی، چې په خپل ټاکنیز کمپیاین کې یې په علني توگه د یوه بل کانديد زلمي رسول په اړه د «بې ناموسه» کلمه کارولې ده.

ښاغلي عبدالستار سعادت وویل چې گل آغا شیرزی باید سل زره افغانۍ نقدي جریمه تحویل کړي: «د رایو په اکثریت سره د ۶۸ مادې د دریمې فقرې د ۲۱ بند او د ۶۹ مادې د ۱۲ فقرې د حکم پر اساس د سلو زرو افغانیو په نقدي جریمه محکوم شو.»

د افغانستان د ټاکنیزو شکايتونو کمېسیون وویل چې بې له داود سلطان زوی، هدایت امین ارسلا او نادر نعیم، نورو ټولو کانديدانو له دولتي امکاناتو څخه استفاده کړې ده، خو یوازي له دوی سره د زلمي رسول او گل آغا شیرزي په اړه شواهد موجود دي.

دغه کمېسیون همداشان ویلي دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو بل کانديد زلمی رسول یې ۲۰۰ زره افغانۍ نغدي جریمه کړی دی. د نوموړي کمېسیون غړو وویل چې داسې شواهد په لاس کې لري چې د پکتیا والي جمعه خان همدرد په شمول یو شمیر نورو ولسوالانو د زلمي رسول له پاره د کمپاین په ترڅ کې له دولتي امکاناتو څخه استفاده کړې ده او همداشان د کندهار ولایت د امنیې قوماندان د زلمي رسول د کمپاین په ورځ خلک په زوره د نوموړي کاندید په دغه غونډه کې گډون کولو ته مجبوره کړي دي.

ښاغلي سعادت په خپلو خبرو کې وړاندي وویل: «د کندهار په قضیه کې د رایو په اکثریت سره په واضحه توگه د ۶۸ مادې د ۳ فقرې د ۲۵ بند د حکم پر اساس ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي جریمه شو.» ښاغلی رسول د جمعه خان همدرد په واسطه له دولتي امکاناتو څخه د استفادې له کبله هم جریمه شوی دی او په ټوله کې باید ۲۰۰ زره افغانۍ جریمه تحویله کړي.

پر دې سربیره د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي دي چې د پکتیا والي جمعه خان همدرد او د دغه ولایت هغه ولسوالان چې د زلمي رسول په گټه یې له دولتي امکاناتو څخه استفاده کړې، حکومت ته سپارښتنه وکړي چې له خپلو دندو یې گوښه کاندي.

دغه کمېسیون ته د کابل ښاروالۍ له خوا شکایت شوی دی چې ډاکټر عبدالله عبدالله، قطب الدین هلال او عبدالرب رسول سیاف، خپل پوسترونه بې ځایه نصب کړي دي چې د ښار د بې نظمۍ سبب شوی دی.

د ټاکنیزو شکايتونو کمېسیون ویاند نادر محسني، وویل چې دغو کانديدانو د خپلو لویو نصبو شوو لوحو محصول هم نه دی تحویل کړی: «د کابل د محترمې ښاروالۍ د رسمي مکتبوب پر اساس دغو درو واړو نوماندانو د خپلو عکسونو د نصبولو او د ښاروالۍ د محصول د نه تحلویو په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.»

د کابل د ښاروالۍ استازي وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو هر نوماند ۱۵۰ زره سریښ لرونکي عکسونه چاپ او ویشلي دي، چې د ښار د بې نظمۍ سبب شوی دی. د کابل ښاروالي همداشان وایي چې د کاندیدانو په سوونو انځورونه په ونو کې په مېخونو نصب شوي دي.

د ټاکنیزو شکایایتو کمیسیون پریکړه وکړه چې ټولو هغو شرکتونو چې غټې لوحې یا بېلبوردونه یې نصب کړي دي باید د کابل ښاروالۍ ته محصول تحویل کړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون شکایت کړی دی چې داود سلطان زوی او گل آغا شیر زی پر ټاکل شوي وخت د خپلو لگښتونو رپوټ، دغه کمیسیون ته نه دی سپارلی.

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون کاندیدانو ته خبردرای ورکړ چې د حکومت پر اوږو دې نه سپریږي او په ټاکنو کې د بریا له پاره دې د دولتي امکاناتو څخه د استفادې په لټه کې نه شي. نوموړي کمیسیون همداشان خبرداری ورکړ چې هغه رایې چې صاحب و نه لري، اعتبار نه لري. د ټاکنیزو شکايتونو کمیسیون مشر وویل چې د رایې د تر لاسه کولو له پاره طالبانو ته مراجعه و نه کړئ.