1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گواښونو له کبله د مظاهرو اجازه ور نه کړل شوه

متیس فون هاین۱۳۹۳ دی ۳۰, سه‌شنبه

د آلمان زاکسن ایالت چارواکو د دوشنبې په ورځ د پیگیدا خورځنگ ته د مظاهرو اجازه نه ده ورکړې. کارپوهان د زاکسن ایالت د چارواکو دغه پریکړه له حده زیات غبرگون بلي او وایي چې په آلمان کې باید د مظاهره کولو حق تضمین وي.

https://p.dw.com/p/1ENML
انځور: Reuters/F. Bensch

په یوه ځای کې د راغونډیدو آزادي په آلمان کې د دې هیواد په اساسي قانون کې تضمین شوې ده. خو د آلمان د زاکسن ایالت د مرکز دریسدین، پولیسو د دوشنبې په ورځ په ډله ییزه توگه په پرانیستو سیمو کې د راغونډیدو اجازه ور نه کړه. د دریسدین پولیسو د خپل دې پریکړې لامل د افراطي اسلامپالو ترهگرو له خوا د یوه برید پلان په گوته کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د دغه شان یوه برید د ترسره کیدو یا پلانیدو روښانه علایم نه دي لیدل شوي. په دې ترتیب سره نو د دوشنبې په ورځ هم د «پیگیدا» غورځنگ او هم د هغوي مخالفینو ته د مظاهرو اجازه نه ده ورکړل شوې.

پیگیدا د «د لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد د وطنپالو اروپایانو» مخفف دی. دغه ډله د اکتوبر میاشتې راهیسې هره دوشنبه مظاهرې کوي. تر اوسه پورې دغه غورځنگ د آلمان په دریسدین او نور ښارونو کې ۱۲ مظاهرې کړې دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، د مظاهرو پر مهال د بریدونو د احتمالي رامنځ ته کیدو وضعیت اوس هم «لوړ گواښ» وباله خو هغه د خپلې دې خبرې له پاره کوم شواهد وړاندې نه کړل. د دیمزیر دغه موقف په پاریس کې تر بریدونو وروسته هم بدل نه شو. هغه په یوې مرکې کې وویل چې که څه هم «وضعیت د اندیښنې وړ دی خو بیا هم د عامه ډار او گډوډۍ سبب نه شي کیدای.»

استخباراتي ادارو د گواښونو په اړه معلومات ورکړي

د آلمان د اې ار دي تلویزیون د ترهکریزو مسایلو کارپوه هولگر شمیت، وايي چې د دریسدن چارواکو مظاهرو ته د اجازه نه ورکولو پریکړه د استخباراتي معلوماتو له مخې کړې ده. هغه زیاته کړې ده چې دغه معلومات له امريکايي او د جنوب ختیځې اروپا له استخباراتي سازمانونو څخه راغلي دي. د رسیدلو معلوماتو له مخې لوړپوړو اسلامپالو افراطیانو په عربي ژبه پر هغو سازمانونو باندې د بریدونه په اړه خبرې کړې دي چې پر اسلام باندې نیوکې کوي. هغوی په خاصه توگه د پیگیدا د تنظیموونکي لوتز بوخمن، یادونه کړې ده.

شمیت د دریسدن د چارواکو غبرگون یو څه له حده زیات بولي. هغه وایي چې پر پگیدا باندې د بریدونو گواښ د پاریس تر پیښې مخکې هم موجود وو خو بیا هم دغه شان مظاهرې ترسره شوې. پر دې سربیره د پگیدا پر تنظیموونکي بوخمن، باندې هم د برید گواښ دا خبره نه څرگندوي چې هرو مرو به په همدې دوشنبې حمله شوې وای. شمیت وایي: «راتلونکې دوشنبې او یا آن د چهارشنبې په ورځ به په لایپسیک کې حالت همدا شان وي.»

ښايي له همدې کبله د آلمان د دولت ویاند د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل چې د گواښونو له کبله مظاهرو ته د اجازې نه ورکول باید یوه استثنا پاتې شي. هغه روښانه کړه چې د پیگیدا مظاهرو ته د اجازې نه ورکول د زاکسن ایالت د امنیتي چارواکو پریکړه وه. دا چې د آلمان فدرال دولت دغې مظاهرې ته د اجازې نه ورکول غلت او یا هم سم گڼي لا تر اوسه پورې یې په اړه څه نه دي ویل شوي.

له لیدس پوهنتون څخه کارپوه اندریس ارمبروست، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د پاریس په شان د بریدونو مخنیوي یو ستونزمن کار دی. هغه زیاته کړه: «تر هغه وخته پورې چې داسې ترهگر موجود وي او د داسې اقداماتو اراده ولري، نو هغوی به تل په آزادو ټولنو کې د خپلو بریدونو د ترسره کولو لارې وموندي.»

په آلمان کې د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د اسلامپالو افراطیانو له خوا یو ترهگر برید ترسره شو چې په ترڅ کې یې د فرانکفورت په هوايي ډگر کې دوه امریکایي سرتیري ووژل شول. پر دې سربیره څو نورې دسیسې هم یا خو ناکامه شوي او یا هم د امنیتي چارواکو له خوا خنثی شوې. خو په وروستیو وختونو کې د دغه شان بریدونو گواښ لوړ شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب