1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گيلارد: په افغانستان کي جگړه بې پايه او بې هدفه نه ده

۱۳۹۰ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

د استراليا لومړۍ وزيري، جوليا ګيلارد، د سې شنبې په ورځ وويل چي د افغانستان جګړه نه بې هدفه او نه هم بې پايه ده. تيره ورځ په افغانستان کي يو بل استرليايي سرتيری هم ووژل سو.

https://p.dw.com/p/11Vft
د استراليا لومړۍ وزير جوليا گيلارد
د استراليا لومړۍ وزير جوليا گيلاردانځور: AP

په تيرو دوو اونيو کي دا څلورم استراليايي سرتيری دی چي په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دې سره په افغانستان کي د وژل سوو استراليايي سرتيرو شمېر ۲۷ تنو ته ورسيدی.

د استراليا لومړۍ وزيري وويل چي دا د استراليا دپاره ټر ټولو سختي شيبې دي.

«تيري دوې اونۍ د استراليا له پاره ډيري ستونزمني وي. دا وخت زموږ له پاره په افغانستان کي تر ټولو سخت دی.»

ګيلارد دغه راز زياته کړه چي هغه په دې خبره مطمينه نه ده چي په راتلونکو اونيو کي به استراليايي ځواکونه تلفات و نه لري ځکه چي د دې په وينا په افغانستان کي د جګړې موسم پيل سوی.

«زه دا وعده نه سم کولای چي استراليايي ځواکونه به په افغانستان کي د نورو تلفاتو سره مخامخ نه سي خو دا خبره کولای سم چي په افغانستان کي زموږ جګړه بې ځايه او بې پايه نه ده.»

د استراليا د لومړۍ وزيري په وينا، په افغانستان کي د استراليايي ځواکونو هدف معلوم او مشخص دی. هدف د افغان ځواکونو روزل دي، ترڅو وتوانيږي د 2014 کال تر پايه پوري د خپل هيواد امنيتي چاري په لاس کي واخلي.

هغې وويل چي استراليايي ځواکونه په افغانستان کي د څپل هدف د ترلاسه کولو په لارکي پرمختګ کړی او د پلان له مخه به تر 2014 کال پوري د افغانستان امنيتي چاري افغان پوځيانو ته وسپارل سي.

د استراليايي چارواکو په حواله سرتيری يې تيره ورځ په هلمند کي د سپکو سولو په يوه جگړه کي وژل سوی دی.

استراليايي سرتيري د 2001 کال را په دې خوا په افغانستان کي ميشت دي. دغه هيواد په افغانستان کي څه نا څه 1550 سرتيري لري.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل