1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گيلاني بايد د ستري محکمې پوښتنو ته جوابونه ورکړي

۱۳۹۰ دی ۲۷, سه‌شنبه

د پاکستان ستري محکمې د دوشنبې په ورځ د دغه هيواد له صدراعظم څخه وغوښتل چي د محکمې غونډي ته حاضر شي. محکمې پر صدراعظم تور لګول دئ چي د پاکستان پر ولسمشر د اداري فساد د تورونو دوسيه نه پرانيزي.

https://p.dw.com/p/13kiW
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلانيانځور: Abdul Sabooh

اوس بايد د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني، د رواني مياشتي پر ۱۹ نېټه ستري محکمې ته حاضر شي. که ګيلاني له ستري محکمې سره همکاري و نه کړي کيدای شي له ډيرو ستونزو سره مخامخ شي.

د پاکستان ستري محکمې ويلي دي: «په داسي یوه حالت کي موږ بله چاره نه لرو بې له دې چي صدراعظم پخپله د جنورۍ د مياشتي پر ۱۹ نېټه حاضر شي.»

د پاکستان ستره محکمه په داسي حال کي د دغه هيواد له صدراعظم څخه غواړي چي محکمې ته حاضر شي چي د پاکستان د ملکي دولت او پوځ تر منځ اړيکي هم ترينګلي دي.

د پوځ او ملکي دولت ترمنځ اړيکي له هغه وروسته ترينګلي شوې چي د پاکستان د حکومت له خوا امريکا ته د يوه پټ استول شوي ياداښت په اړه معلومات روښانه سول.

په هغه ياداښت کي د پاکستان ملکي حکومت له امريکا څخه غوښتي ول چي د پوځ په وړاندي له دوی سره همکاري وکړي.

د پاکستان ستري محکمې څو واري له صدر اعظم څڅه غوښتي دي چي د دغه هيواد د ولسمشر آصف علي زرداري، په وړاندي د مالي فساد تورونه له سره وگوري او د سويس له حکومت څخه وغواړي چي د زرداري دوسيه پرانيزي.

خو د پاکستان حکومت بيا وايي چي زرداري مصئونيت لري. حکومت زياتوي چي په اوس زرداري نه شي محکمه کيدلای.

د زرداري په وړاندي تورونه د ۱۹۸۰کلونو راهيسي لګيدلي دي خو دغه دوسيې د پاکستان د دولت له خوا وتړل شوې. هغه وخت د زرداري د دوسيو د تړلو له پاره د پاکستان د هغه وخت پياوړي پوځي مشر پرويز مشرف او د پاکستان پيپلز پارتي تر منځ يوه موافقه وشوه.

تيره اونۍ د پاکستان ستري محکمې اعلان وکړ چي که ګيلاني د هغوی غوښتونو ته مثبت ځواب ورنه کړي نو دوی به پر نورو لارو فکر وکړي چي پکښي د ګيلاني ګوښه کول او تر وخت مخکي ټاکنو تر سره کول هم شامل دي.

ګيلاني ويلي دي چي هغه به د جنورۍ د مياشتي پر ۱۹نېټه په محکمه کي حاضر وي، ځکه چي قضا ته درناوی لري.

دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان پارلمان بيا يو قانون تصويب کړ چي د ديموکراسۍ ملاتړ پکښي شوی دئ.

آژ انسونه/مسعود جهش
کتنوونکي: نجيب الله زيارمل