1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گيلاني زيار باسي حکومت د منحليدو څخه وساتي

۱۳۸۹ دی ۱۴, سه‌شنبه

د پاکستان په پارلمان کي تر سياسي اړو دوړ وروسته اوس واکمن گوند يوازي پاته دی او حکومت يې د ماتيدو سره مخ دی. خو سياسي شنونکي وايي چي د حکومت ستر مخالف گوند به ور سره يو ځای سي.

https://p.dw.com/p/QmZs
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني او شهباز شريف
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني او شهباز شريفانځور: AP

د پاكستان مركزي حكومت هغه وخت له ستونزو سره مخامخ سو كله چي د حكومت يوې اتحادي ډلي جمعت علما اسلام له حكومت څخه بيلوالى اعلان كړ.

دا بيلوالى هغه وخت رامنځ ته سو چي د پاكستان صدراعظم ددې هيواد د حج او اقافو وزيرسيد احمد كاظمي او اعظم سواتى له خپلو چوكيو څخه برطرفه كړل.

ترهغه وروسته د پاکستان حكومت د يوې بلي ستونزي سره مخامخ سو، چي د واكمن پيپلز ګوند او د متحده قومي غورځنگ يا ايم كيوايم تر منځ پر هغه خبره اختلافات راپيدا سول چي د سند ايالت د داخله چارو وزير ذوالفقارمرزا د ايم كيو ايم خلاف سخته لهجه وكاروله.

خو ايم كيو ايم له حكومت څخه هغه وخت د جلا والي پريكړه وكړه چي پاكستاني حكومت د پيټرولو او له پيټرولو سره د تړلو شيانو په نرخونو كي د زياتوالي اعلان وكړ او په دي پلمه د يادي ډلي د كميټې لخوا په لندن او كراچۍ كي يوه ګډه غونډه وسوه.

ډيرى سياسي شنونكي په دي فكر كي دي چي كيدای سي په پاكستان كي د جمهوريت کمبله يووار بيا ټوله سي، خو د هغه هيواد صدراعظم يوسف رضاء ګيلاني بيا وايي چي داسي نه ده.

« صدراعظم، جمهورريس او قاضي القضات به تر ۲۰۱۳ کاله پوري وي او د پوځ د مشر دا مو هم تر هغې نيټې پوري دنده ورغځولې ده.»

په پاکستان کي د حکومت جوړولو له پاره د پارلمان دوه پر دريم اكثريت ته اړتيا سته، خو د جمعيت علما اسلام او ايم كيو ايم له تلو سره حكومت له دي اكثريت څخه بې برخي دى.

د حكومت جوړولو لپاره لږ تر لږه ۱۷۲غړي په كار دي خو حكومت تر دې دمه د ۱۶۲ غړو حمايت حاصل کړی. دا وخت پيپلز ګوند په دي هڅه كي دى چي د حكومت د ساتلو لپاره د نورو پارليماني ډلو مرسته تر لاسه كړي.

خو په پارلمان كي د حکومت د مخالف گوند مشر او د مسلم ليګ ن ګوند غړى چوهدري نثارعلي خان بيا وايي چي د دې حكومت كار د هيواد دپاره يو ناسوردى،موږ يي هيڅ ملاتړ نه كوو.

بله خوا بيا د سياسي چارو كارپوه خان زمان كاكړ د المان ږغ راډيو سره په خبرو کي وايي چي ددې حكومت د ماتيدو هيڅ امكان نه سته.

« امکان خو نسته چي دا حکومت دي مات سي، ځکه چي په پاکستان کي سياست هر وخت داسي پاته سوى دى چي کله يوه ډله له حکومت څخه وزي نو بله تياره ناسته وي چي په هغه کي ځان ور ګډ کړي. نو اوس هم دا امکان سته چي د مسلم ليګ ق گوند به په حکومت کي شامله سي.»

په كوټه كي د پښتون سټوډنټ فيډريشن پخوانی مشر جاويد كاكړ په دې نظر دی چي په اپوزيسيون كي په خپله اختلافات دي نو له دې وجي حكومت نه سي ماتيدای.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه

کتونکی: نجيب الله زيارمل