1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گېلاني: زموږ استخباراتو يو شمېر تېروتني کړي دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

د امریکا د متحده ایالتو او پاکستان اړیکي د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژلو تر عملیاتو وروسته تر ازمايښت لاندي دي. دغه عمليات د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې تر سره سول.

https://p.dw.com/p/11CqY
يوسف رضا گيلاني
يوسف رضا گيلانيانځور: picture alliance/dpa

امریکا نړيوال عمومیت ته خپله هغه پوښتنه ، چې د دوی د نظره پر حق ده، وړاندې کړې ده. هغه دا چې بن لادن څنګه وکولای سول، چې د پاکستان په یوه داسې ښار کې چې د پوځ مرکزونه او تاسیسات پکښې دي، پرته له دې چي پوځ او استخبارات په خبر سي په کلونو کلونو ژوند وکړي.

خو د پاکستان په پارلمان کې لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني وویل چې دا تورونه بې مانا دي.

« موږ عزم لرو چې دد ې خبرې تل ته ورسیږو، چې څنګه بن لادن وکولای سول چې په ایبټ اباد کې پټ اوسي. په دې اړه موږ په پلټنو لاس پوري کړی دی.»

د رسنیو د راپورونو له مخه پاکستان د بن لادن پر ضد د پټو عملیاتو د ترسره کولو وروسته خبر سوی . څارونکي وايي چې په دې سره امریکا د پاکستان سره د همکارۍ به برخه کې موجود شکونه نړيوالو ته وښودل.

په پاکستان کې د ډيرو خلکو له پاره، د پاکستان په خاوره کي په يوازي سر د امریکا عملیات د منولو وړ نه دي. د هیواد په ګڼو ښارونو کې ددې پر ضد احتجاجونه وسول. په دې خبره کې ګیلاني په خپله وینا کې د خپل ولس سره یو والې وښود او امریکا ته یې د نورو فعالیتونو د کولو وروسته د سختو پایلو ګواښ وکړ.

« د پاکستان په ستراتیژیکو مهمو ودانیو بریدونه که پټ وي او که ښکاره، جوړ او مناسب غبرګون به یې په مقابل کې وښودل سي. پاکستان ځان ته دا حق ورکوي چې په پوره قوت سره جواب ورکړي. هیڅ څوک هم د دې هیواد او د پوځ وړتیا او پریکړنده دریځ باید کم اټکل نه کړي.»

همدا ډول د پاکستان عدلیه هم د امریکا د خپل سرو علمیاتو په اړه په غوصه ده. ډیری حقوق پوهان دې عمل ته د پاکستان په کورنیو چارو کې د مداخلې په سترګه ګوري. په اسلام اباد کې د پاکستان د ستري محکمې یو خپلواک مدافع وکیل طارق اسد وايي چې د امریکا دا عمل د نړيوال قانون او د پاکستان د اساسي قانون ضد یو کار دی. له همدې امله ده عریضه کړې ده.

« زما په عریضه کې ما د اوو زره ورکړل سویو ویزو په اړه د توضیحاتو غوښتنه کړې کومې چې د استخاراتي ادارو لخوا د امریکا ښاریانو ته ورکړل سوي دي. دا په قانوني لحاظ په نظر کې نیول سوې ده. زما غوښتنه دا ده چې د امریکايي وګړو فعالیتونه ډیپلوماتي ماموریتونو پورې محدود کړای سي. دوی ته باید دا اجازه ورنه کړل سي چې هر چیري چې غواړي ولاړ سي او دا اجازه هم ورنه کړل سي چې پرته د جواز د لرلو د پاکستان د اتباعو پر ضد عملیات تر سره کړي.»

گويي هاؤ / برېښناصابر
کتونکی: احمدولي اڅکزی