1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گېټس: د بن لادن وژنه ښايي د افغانستان په جگړه کي بدلون رامنځ ته کړي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۷, شنبه

د متحده ايالتونو د دفاعي چارو وزير د القايده د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو څخه شپږ ورځي وروسته ويلي دي چي ښايي په نژدې راتلونکي کي د طالبانو او القايده تر منځ اختلافات زيات سي.

https://p.dw.com/p/11B8P
د ايالتونو د فاعي چارو وزير رابرټ گېټس
د ايالتونو د فاعي چارو وزير رابرټ گېټسانځور: AP

رابرټ گېټس د متحده ايالتونو په شمالي کارلاينا کي د سېمور جانسن نومي هوايي پوځي مقر و عسکرو ته د وينا پر وخت د وينا پر وخت وويل چي د اُسامه بن لادن وژنه ښايي د افغانستان په جگړه کي د اوښتون سبب وگرځي. نوموړي د جمعې په ورځ خپله دغه وينا اورونله.

گېټس په خپله وينا کي زياته کړه چي گرچه پر افغانستان د بن لادن د وژنې د دقيقو اغېزو په هکله د اټکل لپاره لا ډېر وختي دی خو د نوموړي په وينا په راتلونکو شپږو مياشتو کي به اټکل ممکنه سي.

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالتونو څه باندي يو لک عسکر ځای پر ځای دي. امريکايي عسکر په افغانستان کي په جگړه بوخت د نړۍ وال ائتلاف تر ټولو زياته برخه جوړوي.

د متحده ايالتونو د فاع وزير په شمالي کارلاينا کي د وينا په وخت زياته کړه چي اسامه بن لادن د افغانستان په جگړه کي د يو «لوبه بدلوؤنکي» رول لوبولای سي.

د اُسامه بن لادن د می په دويمه د يکشنبې او دوشنبې په منځنۍ شپه د پاکستان و پلازمېني اسلام آباد ته نژدې په اېبټ آباد کي وژل سوی ؤ. د اُسامه بن لادن په وړاندي پوځي عمليات د امريکا د ځانگړو بهري پوځيانو لخوا تر سره سوي ول چي په څرخي الوتکو کي و پاکستان ته ورداخل سوي ول او بېله د پاکستاني حکومت او پوځ د خبرونې يې په اېبټ آباد کي د اُسامه بن لادن پر کور بريد کړی ؤ. د ايالتونو د معلوماتو پر اساس د بن لادن مړی د دوشنبې په ورځ لا د بهر و اوبو ته اچول سوی ؤ.

د امريکا د دفاعي چارو وزير رابرټ گېټس د بن لادن د وژل کېدو څخه وروسته په لومړي ځل پدې هکله خبري کوي. رابرټ گېټس په خپله وينا کي ويلي چي «بن لادن د ملا محمد عمر سره ډيري نژدې اړيکي درلودې او يو شمېر داسي طالبان وه چي د بن لادن لخوا پر امريکا د تره گرو بريدونو له امله ناخوښه وه. دغو طالبانو داسي احساس کاوه چي د القايدې دغه کار د طالبانو سره يوه جفا وه.» رابرټ گېټس اټکل کړی چي ښايي له همدې کبله د افغانستان د وسله والو طالبانو او القايدې تر منځ اړيکي د بن لادن د وژل کېدو وروسته کړکېچني سي.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: عبدالحکيم باري