1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گېټس ډيری هيوادونه يو بل ته درواغ وايي

۱۳۹۰ خرداد ۲۶, پنجشنبه

وروسته له هغه چي د امريکا په سنا کي د پاکستان او افغانستان د ملګرتيا په اړه پوښتني رامنځ ته سوې، رابرت گېټس د امريکا د سنا د بوديجې د تصويب د کميټې لخوا ورغوښتل سوی ترڅو د هغوی پوښتونو ته ځواب ورکړي.

https://p.dw.com/p/11bU4
د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټس
د امريکا د دفاع وزير رابرت گېټسانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګېټس، ويلي چي ډيری هيوادونه يو بل ته دروغ وايي. ده دغه خبره د متحده ايالاتو په کانګريس کي هغه مهال وکړه چي له ده څخه دا پوښتل وسول چي ايا پاکستان او افغانستان خو د واشنگټن سره دوه مخی سياست پر مخ نه بيايي.

د پاکستان په زړه کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته، اوس د امريکا په سنا کي د افغانستان په اړه د پاکستان په ملګريتوب پوښتني رامنځ ته سوي دي.

د امريکا او پاکستان د خړو پړو اړيکو سره سره، په روان کال کي به متحده ايالات د پاکستان سره د درې ميليارده ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.

امريکايي پياوړی سناتور، پتريک ليحي، د رسنيو هغه رپورټ ته اشاره وکړه چي پکښي راغلي چي، د پاکستان استخباراتي ادارې ISI پنځه کسان د دې په تور نيولي چي د امريکا استخباراتي سازمان سره يې د اسامه بن لادن په نيولو کي مرسته کوله.

«ترڅو پوري به موږ د هغو حکومتونو سره مرسته کوو چي موږ ته دروغ وايي. کله به موږ له دغه وضعيت څخه په تنګ راسو.»

دغه امريکايي سناتور همداراز افغان ولسمشر، حامد کرزي، ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چي کرزی نه سي کولای دا پريکړه وکړه چي د امريکا پلوي دی او که د طالبانو.

ګيټس چي اوس مهال د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع د وزير په توګه دنده تر سره کوي او پخوا د امريکا د استخباراتي شبکې د مشر په توګه هم پاته سوی د پاکستان نه رښتينولي رد نه کړه.

«زه کولای سم چي د امريکا په استخباراتو کي د خپلي 27 کلني تجربې او د دفاع د وزير په توګه د خپلي څلور نيم کلني تجربې له مخه ووايم چي ډيری هيوادونه يو بل ته درواغ وايي. د هيوادونو تر منځ روابط به همدغه توګه پر مخ ځي. کله هغه هيوادونو چي زموږ نږدې ملګري دي، زموږ په هيواد کي د جاسوسۍ له پاره خلک استوي.»

د امريکا لوی درستيز، مايک مولن، د سيمي په اړه وايي چي که امريکا د پاکستان او افغانستان سره اړيکي پرې کړي نو په سيمه کي به حالات تر پخوا لا خراب سي.

سناتور پتريک ليحي يوازينی کس نه ؤ چي پر ولسمشر حامد کرزي يې نيوکي وکړې. سناتور حارب کوهل هم ويلي چي کرزی او د هغه حکومت چي موږ پوهيږو په فساد ککړ دی.

هغه هم د ګېټس څخه وپوښتل چي ايا کرزی په افغانستان کي مثبت رول لوبوي او که منفي. خو ددې پوښتني په جواب کي رابرت گېټس د افغان ولسمشر، حامد کرزي، څخه دفاع وکړه او وويل چي متحده ايالاتو ډير ځلي د کرزي د انديښنو په اړه کوم خاص کار نه دی تر سره کړی.

«کله چي زه د حامد کرزي سره خبري کوم، موږ يو ډيري مؤثري خبري سره کوو. زه په دې خبره پوهيږم چي کرزی د هغه څخه چي موږ يې په افغانستان کي تر سره کوو قدر کوي. کرزی دا خبره هم مني چي متحده ايالات د افغانستان ملګري دي نه کوم اشغالګر هيواد.»

رابرت ګېټس همداراز وويل چي کرزی د امريکا او افغانستان ترمنځ د 2014 کال وروسته هم د اړيکو په اړه ښه نظر لري.

د ځينو کسانو سره داسي انديښنې سته چي حامد کرزی به د 2014 کال څخه وروسته هم د افغانستان قدرت پرينږدي او پر قدرت به پاته سي. د دغه ټولو انديښنو په جواب کي ګېټس وويل چي کرزي خپله هغه ته ويلي چي د 2014 کال وروسته به د افغانستان قدرت پريږدي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخي په 2014 د حامد کرزي د ولسمشرۍ موده پای ته رسيږي.

رابرت کيټس په داسي حال کي د امريکا پارلمان ته غوښتل سوی، چي ولسمشر اوباما به په نږدې راتلونکي کي د افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د را ايستلو په اړه پريکړه اعلان کړي.

د افغانستان لس کلني جګړې او د اوباما قدرت ته د رسيدلو وروسته د متحده ايالاتو مالي بحران، دغه هيواد ته 1.4 تريليونه ډالر زيان او 14 تريليونه پور په ميراث پريښی دی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل