1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لادرکه سرتیري په اړه ضد او نقیضې څرگندونې

عبدالباري حکیم۱۳۹۲ مهر ۳۰, سه‌شنبه

په کنړ کې افغان چارواکي وایي چې یاغیانو ته د افغانستان د خاصې کوماندو د یوه سرتیري له اوښتو څخه وروسته هڅې روانې دي ترڅو هغه وسلې بیرته تر تر لاسه شي چې نوموړي له ځان سره وړي دي.

https://p.dw.com/p/1A3Ok
انځور: DW/H. Hashami

د کنړ والي شجاع الملک جلاله، د دوشنبې په ورځ (داکتوبر ۲۱) دویچه ویله ته وویل چې «مصیب خان نومي پوځي یوه زغره واله نقلیه وسیله په وسلو ډکه» له ځان سره د کنړ شیګل ولسوالۍ ته وړې ده. جلاله زیاته کړه چې نوموړي پسې «حکومت او د سیمې خلک وتلي دي» ترڅو یې پیدا کړي.

د کنړ له والي سره بشپړه مرکه دلته واورئ

ویل شوي دي چې دغه سرتیري د افغانستان خاص ځواک پورې اړه لرله چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځیانو له خوا روزل کیږي. د کنړ والي وویل چې هغه د یوه ټولګي قوماندان وو چې «اته سرتیري» یې تر خپلې قوماندې لاندې لرل.

ښاغلي جلاله دا انديښنه رد کړه چې مصیب خان به یاغیانو ته د خاصو کوماندو ځواکونو د عملیاتو په اړه معلومات ورکړي: «هغه یو سرباز او د اتو کسانو مشر وو. هغه یواځي پوځي زده کړې کړې وې او استخباراتي معلومات او د عملیاتو نقشې یې له ځان سره نه لرلې.»

جلاله وویل چې ستره اندیښنه د هغو وسلو په هکله ده چی نوموړي سرتیري له ځان سره وړې دي. هغه روښانه کړه چې حکومت هڅه کوي ترڅو د سیمې د خلکو او قومي مشرانو او علماو په مرسته دغه وسلې بیرته لاسه ته راوړي: «د وسلو د بیرته لاس ته راوړولو له پاره موږ او دغه راز د دفاع وزارت د عملیاتو څخه ډډه کوو ځکه په سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي خلک موجود دي. موږ نه غواړو چې هغو ته د عملیاتو په پایله کې تاوان ورسیږي.»

د کنړ والي وویل چې که چیرې د د ولایت د چارواکو او د سیمې د خلکو هڅې نتیجه ور نه کړي نو « دفاع ووزارت به خپل تصمیم ونیسی».

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزار ت ویاند جنرال عظیمي، وویل چې د پېښې په هکله پلټنه روانه ده. هغه ټینگار وکړ چې لا تر اوسه پورې وختی ده چې د دغه «لادرکه شوي سرتیري» د برخه لیک په هکله «مشخصې څرګندونې وشي».

عظیمي دویچه ویله ته وویل: «موږ د دغه سرتیري تسلمیدو د خبر پخلی کولای نه شو. هغه خاصې کوماندو پورې اړه نه درلوده، بلکه هغه یو عادي کوماندو وو. » خو جنرال عظیمی هم دا خبره ومنله چې دغه سرتیری له څو میله وسلو سره لادرک شوی دی: «موږ نه پوهیږو چی هغه نیول شوی دی او یا شهید شوی دی.»

د افغانستان د اسلامی حزب په استازیتوب یوه ویاند چې د فرانس پرس خبري آژانس ته یی خپل نوم زبیر صدیقی ښوولی دی له یوه نامعلوم ځان څخه ویلي دي چې دغه تسلیم شوی سرتیری «له پخوا څخه له نوموړې ډلې سره اړیکې نیولې وې».