1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یاغیانو په اجرستان کې سل کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

مسعود جهش / آژانسونه۱۳۹۳ مهر ۴, جمعه

د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د جگړې له سختیدو سره افغان سیمه ییزو چارواکو پر کابل باندې د مرستې غږ کړی دی. هغوی ویلي دي چې که دغه مرسته و نه رسیږي نو په سیمه کې به یو بې ساری ناورین رامنځته شي.

https://p.dw.com/p/1DLO3
انځور: Reuters/Mustafa Andaleb

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ یوه اوسیدونکي حضرت محمد غرنوي، د تیلفون له لارې دویچه ویله ته وویل چې د دغې ولسوالۍ په محمد خیل او ازرکي کلیو کې سخته جگړه روانه ده چې په پایله کې یې ډیر شمیر کسان وژل شوي دي. هغه وویل: «وضعه ډیر خرابه ده. ډیر شمیر کورونو اور اخیستي دی او اوسیدونکي یې یاغیانو له ځان سره بیولي دي چې ډیر شمیر یې وژل شوي دي. کورونه سوځیدلي دي او له دې کبله خلک د خوراک له پاره څه نه لري.»

د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې له تقريبا یوې اوونۍ راهیسې د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ جگړه روانه ده. خو سیمه ییز چارواکي وایي چې په تیرو دوو ورځو کې دغه جگړه ډیره سخته شوې ده چې په پایله کې یې تر ۱۰۰ ډیرو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده او د پولیسو شپږ پوستې د یاغیانو لاس ته لویدلي دي. چارواکي زیاتوي چې یاغیانو د دې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې شاوخوا ۲۰۰ کورونه سوځولي هم دي.

د غزني ولایت مرستیال محمد علي احمدي، دویچه ویله ته وویل: «د اجرستان وضعه کړکیچنه ده او سخته جگړه په کې روانه ده. یوه اوونۍ کیږي چې له شاوخوا ولایتونو څخه جنگیالي دې ولسوالۍ ته راغلي دي او د ولسوالۍ په شاوخوا کې پراته یو شمیر کلي لکه اخوند خیل، محمدخیل، ازرگی او لنگرخیل، د یاغیانو لاس ته لویدلې دي.»

احمدي زیاته کړه چې یاغیانو د دغو کلونو تر نیولو وروسته د هغو کورنیو غړي وژلي دي چې له سیمه ییزو پولیسو سره یې همکاري کوله: «په دغو کلیو کې سیمه ییزو پولیسو پوستې لرلې او تر تیرې ورځې یې مقاومت وکړ خو اوس دغو کلیو سقوط کړی دی. تر دې وروسته په دې سیمو کې یاغیانو یوه عام وژنه هم ترسره کړې ده. هغوی د سیمه ییزو پولیسو د کورنیو د ۱۲ او ۱۵ تنو تر منځ د غړو سرونه پرې کړي دي. کورونه، کروندې او د هغوی مالونو ته یې اور وته کړی دی.»

ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخامخ ده

احمدي وویل چې اوس د طالبانو له خوا د ارجستان محاصره لا پسې تنگه شوې ده او په سیمه کې د میشتو امنیتي ځواکونو مهمات هم د څو ورځنۍ جگړې په جریان کې ختم شوي دي. هغه زیاته کړه چې پر دې سربیره طالبانو په هغو کلیو کې چې تر خپل کنترول لاندې یې راوستي دي ډیر کسان وژلي او په دې ترتیب سره که سیمې ته مرسته وا نه استول شي نو ارجستان ولسوالي ښايي ژر په بشپړه توگه د یاغیانو لاس ته ولویږي: «که همدا اوس هلته هوایي عملیات تر سره نه شي، کوماندو ځواکونه و نه رسیږي او سیمه ییزو امنیتي ځواکونو ته مهمات و نه رسیږي نو د سقوط گواښ قطعي ده.»

دغه سیمه ییز چارواکي زیاته کړې ده چې که ارجستان سقوط وکړي نو اوسیدونکي به یې له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي ځکه د هغه په خبره د دې وسلوالۍ ډیر شمیر اوسیدونکي د یاغیانو مخالفین دي او له سیمه ییزو پولیسو سره همکاري کوي: «ارجستان يو خاص موقعیت لري او که د طالبانو لاس ته ولویږي نو کیدای شي چې د ارزگان، دایکندي او زابل ولایتونو یاغیانو ته به په یوه پټنځای باندې بدله شي.»

پر دولت باندې د مرستې غږ

په عین حال کې د غزني د ولايتي شورا مشر جامع جامع، وايي چې د اجرستان ولسوالۍ ښایي تیره شپه سقوط کړی وي. هغه وایي چې له کابل څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده خو تر اوسه پورې ورته کومه مرسته نه ده رسیدلې. هغه زیاته کړه: «موږ ډاډه یو که نن اجرستان ته لومړنۍ مرستې او هوایي ملاتړ وا نه واستول شي نو داسې یو ناورین به رامنځ ته شي چې تر اوسه یې سابقه نه وي او له زرو څخه ډیر کسان به ووژل شي.»

افغان چارواکي وایي چې اوس د روانې جگړې له کبله د غزني د پنځو ولسوالیو لارې تړلې شوې دي او یو شمیر نورې ولسوالۍ هم د سقوط له گواښ سره مخامخ دي.