1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یروآسیا اتحادیه: اروپایي ټولنې ته د پوتین ځواب

سید ریاض (اندرې گورکوف)۱۳۹۳ خرداد ۸, پنجشنبه

روسیې، قزاقستان او سپینې روسیې د اروپا آسیا اقتصادي اتحادیه یا «یورآسیا» رامنځ ته کړه. د دغو درو واړو هیوادونو ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ په دې اړه یو تړون لاسلیک کړ. کارپوهان د دې اتحادیې په اړه بیلابیل نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/1C8vR
انځور: Reuters

د یورآسیا اتحادیه د یو شمیر کارپوهانو په اذهانو کې د پخواني شوري اتحاد دوره راژوندۍ کوي خو ځیني یې بیا د اروپا د اقتصادي اتحادیې په څیر یو تړون بولي. دا تړون به له قانوني مراحلو تر تیریدو وروسته د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه عملي بڼه غوره کړي جې په اړه یې د پنجشنبې په ورځ (د می میاشتې ۲۹مه) د قزاقستان په پلازمینې استانا کې د روسیې، قزاقستان او سپینې روسیې ولسمشرانو پریکړه وکړه.

دغه نیټه د اوکراین له اوسني کړکیچ سره هم تړاو لري. په تیرو وختونو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کړې وه چې خپل گاونډی هیواد په دې اتحادیه کې شامل کړي. د مسکو د فشار له کبله د اوکراین پخواني ولسمشر ویکتور یانو کوویچ، د ۲۰۱۳م کال په پای کې له اروپایي ټولنې سره د نزدیوالې د یوه تړون له لاسلیکولو څخه ډډه وکړه چې لا وختي یې په هکله خبرې اترې بشپړې شوې وې. دغه کار په اوکراین کې د یوه انقلاب پیلامه وگرځید او د یانو کوویچ له څوکۍ څخه د لیرې کیدو په بیه تمامه شو. په کیف کې د حکومت له راپرځیدو سره دا خبره هم په ډاگه شوه چې دغه هیواد د یوروآسیا په اقتصادي اتحادیه کې گډون کول نه غواړي.

اوس یوازې درې هیوادونه غواړي چې د ۲۰۱۰م کال په دوبي کې رامنځ ته شوې گمرکي اتحادیه د یورو آسیا د اقتصادي او سیاسي همکاریو پر سترې اتحادیې باندې واړوي. د مسکو د اقتصاد له پوهنتون څخه اندرې سوسدالڅیو، د روسیې له نظره د دغې پروژې ستراتیژیک هدف داسې تشریح کوي چې «روسیه نه شي پرته له خپل په گړندې توکه پرمختللي د ادغام له یوې ډلې څخه په یوه لوی اقتصادي قدرت باندې بدله شي».

خو د GUS انیستیتوت مرستیال ولادیمیر شاریچین، بیا برعکس وایي چې دا هیڅکله د پخواني شوروي اتحاد د امپراطورۍ د رامنځ ته کولو هڅه نه ده. دغه انستیتوت کریملین ته نزدې گڼل کیږي. نوموړي کارپوه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې هر هیواد اقتصادي بازار ته د لار موندلې له پاره پر خپلې تگلارې بوخت دی او په گډه دوی هڅه کوي چې د امکان تر حده د گډ اقتصاد یوه لویه اغیزناکه فضا رامنځ ته کړي. شاریچین د یورآسیا د اقتصادي اتحادیې د رامنځ ته کیدو یو دلیل د اروپایي ټولنې او روسیې تر منځ د اقتصادي اتحادیې د رامنځ ته کیدو بندیدل په گوته کوي.

د گایدر په نوم د اقتصادي پالیسۍ د انستیوت مشر سیرگي پریخودکو، د یورآسیا د اقتصادي اتحادیې د رامنځ ته کیدو تر شا اقتصادي اهداف ويني خو پر دې سربیره هغه یو څه نورو ټکو ته هم اشاره کوي. هغه وایي چې د روسیې قزاقستان او سپینې روسیې ډیری شرکتونه اوس هم په نړیواله کچه د سوداگریزې ورکړې راکړې له پاره د پخواني شوروي اتحاد دورې ته د یوازیني امکان په سترگه گوري. خو پریخودکو، دا اټکل نه کوي چې یورآسیا دې یو باثباته او اغیزناکه اتحادیه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب