1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یزیدیانو ته ولي په اسلام کي په ښه سترگه نه کتل کیږي؟

۱۳۹۸ شهریور ۲, شنبه

یزیدیان یو کوردي مذهبي اقلیت دی، چي په ټوله نړۍ کي په سلونو زره پیروان لري. د هغوی اکثریت په عراق کي اوسیږي، خو په سوریه، ایران او ترکیه کي هم. نو یزیدیان څوک دي؟

https://p.dw.com/p/3OQM5
Symbolbild: Jesiden auf der Flucht
انځور: picture-alliance/Y. Akgul

دغه مذهبي ټولنه چي په دې منځ کي په غربي اروپا کي هم ډیر پیروان لري، تر ټولو ډیر غړي یې په جرمني کي ژوند کوي، چي د آلمان د سیاسي ښووني او روزني د مرکزي ادارې د معلوماتو پراساس یې تعداد تقریبأ ۱۵۰۰۰۰ کسانو ته رسیږي.

دغه مذهب د منځني ختیځ د ادیانو مختلف عناصر سره یوځای کړي دي، خصوصاً د اسلام او عیسویت څخه. د هغه څخه د اول وار له پاره په دوولسمه پیړۍ کي د منځني ختیځ په منابعو کي یادونه سوې ده. د هغوی نوم شاید د خلیفه یزید ابن معاویه (۶۸۰څخه تر ۶۸۳ م کال پوري) څخه مشتق سوی وي.

د هغوی مذهبي مرکز د عراق په شمال د موصول سره نژدې د لالش ښار دی. په یزیدیت کي کوم تحریري مذهبي دستورالعملونه موجود نه دي، بلکه هرڅه په شفاهي ډول سره یو او بل ته انتقالیږي. د هغوی په عقیده خدای «یوازنی قدرت او هرځای موجود دی.» یزیدیان پر جنت او دوږغ باندي عقیده نه لري ، بلکي د روح پر انتقال او بیرته راژوندی کیدو باندي عقیده لری.

یزیدیان یو دنیوي او یو مذهبي رهبر لري او یوازي هغه څوک یزیدي دی، چي یزیدي والدین ولري. که یو یزیدي د یو بل مذهب د ښځي او یا نارینه سره واده وکړي، سمدلاسه ددې مذهب څخه وزي.

Symbolbild: Gedenktag für Völkermord an Jesiden
انځور: picture-alliance/dpa/A. Ayoubi

یزیدیان د قرنونو راهیسي تعقیبیږي، هم د مذهبي او هم اتنیکي لحاظه، خصوصأ داچي دوی کوردان دي.

افراطي مسلمانان هغوی «بې ایمانه او کافران» بولي، چي د اصلي عقیدې څخه لیري سوي دي. ځکه نو یزیدیان حتی په خپل ټاټوبي کي اکثرأ خپل هویت پټوي. په همدې دلیل دوی د داعش له خوا ډیر سخت تعقیب او وټکول سول. د یزیدیانو په نظر بیا د عیسویانو سره د دوی مناسبات ښه دي.

یزیدۍ، نادیه مُراد په ۲۰۱۸ م کال کي د سولي نوبل جایزه واخیستله. دغه عراقۍ ،چي دداعشیانو پواسطه مریئ سوې وه ،تر خپل ازادیدو راوروسته یې د بشر د حقوقو له پاره مبارزه شروع کړه.

زموږ د ارسیف څخه یو انځوریز البوم:( 16.08.2014)