یمن: د القاعدې ۲۱ تنه اورپکي وژل شوي دي
۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبهاعلان
د یمن د پوځي چارواکو په وینا د هیواد په سویلي ولایت کې د القاعدې ۲۱ تنه اورپکې وژل شوي دي. په دغه هیواد کې تیر کال د خراب سیاسي حالت څخه په گټې پورته کولو سره اورپکو د یمن هیواد یو شمیر سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.
د چارواکو په وینا دغه اورپکي د جار په ښار کې د پوځونو سره په نښته کې وژل شوي دي. یو بل امنیتي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې د زینجیبار ښار په پلازمینه کې د دولتي ځواکونو او اورپکو تر منځ په نښته کې نور شپږ تنه اورپکې هم وژل شوي دي. پوځ لا تر اوسه پورې د نوموړي ښار د ولکه کیدو په اړه راپور نه دئ ورکړی.