1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یواخیم ګاوک اوکراین ته خپل سفر لغو کړ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14l9n

د المان ولسمشر یواخیم گاوک، اوکراین ته خپل یو پلان شوی سفر لغو کړی دئ. هغه دا کار د اکراین د دولت له خوا د دغه هیواد له پخوانۍ لومړې وزیرې یولیا تیموشینکو، سره د چلند پر وړاندې د اعتراض په توگه تر سره کړی دئ. یولیا اوس په زندان کې ده. هغه تیر کال له واک څخه د ناوړه گټه اخیستلو په تور په اوو کلونو بند محکومه شوې ده. اوس هغې له خپل سره د ناوړه چلند له کبله د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړی دئ. تیموشینکو وایي چې هغه د چارواکو له خوا وهل شوې ده او ورته نورو هیوادونو ته د ملا د درملنمې له پاره د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.

اروپایي ټولنې ویلي دي چې د یولیا تیموشینکو د محاکمې او زندان ته د هغې د استولو تر شا سیاسي لاملونه موجود ول. د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویستر ویله، پر اوکراین غږ کړی دئ چې د اروپایي ارزښتونو درانوی وکړي.