1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یواخیم گاوک:«آلمان باید ځان پټ نه کړي»

تاوبه فريډل / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ اسفند ۳, شنبه

د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک له « دویچه ویله » سره په یوه مرکه کې وویل چې «آلمان په نړی کی باید له مسؤلیتونو څخه اوږه خالي نه کړي او د اړتیا په صورت کي د نړۍ د کړکېچنو د مخنیوي لپاره باید د پوځیانو استولو ته هم تیار وي.»

https://p.dw.com/p/1BDoC
انځور: Bundespresseamt/Jesco Denzel

گاوک په برلین کي د دویچه ویله د برلین د سټوډیو له مشرې، ډاگمار اینگل سره په خبرو کې وویل چې آلمان ته پکار ده چې خپل «مسوولیتونه وپیژني.» د آلمان ولسمشر وویل په اضطراري حالاتو کې له مسؤلیت څخه هدف، د پوځي ماموریت په برخه کې له نړیوالي ټولنې سره سلامشورې کول دي. گاوک زیاته کړه چې مسؤلیت پیژندل د آلمان د فدرالي جمهوریت د ثبات ضمانت کوې او آلمان باید په دې برخه کې شاته پاتی نه شي.

گاوک وویل چې د خبرو اترو پر ځای د ټوپک استعمال ښه کار نه دی، خو که د «امنیت ساتونکي » خپلي وسلې په ځمکه کیږدي او «ثبات خرابوونکي» همداسې آزاد پریښودل شي نو دا تر هغه ډیر بد کار دی.

هغه وویل چې په سریبرينسا، او روانډا کې چې څه وشول له هغې څخه دا خبره څرگنده شوه چې که مداخله ونه شي نو وضعه به کوم لور ته حرکت وکړي. د دې کار څخه هدف دا نه دی چې آلمان خپل زور ښکاره کوې، بلکې دا له نړیوالي ټولني سره د آلمان د پیوستون څرگندول دي.

گاوک زیاته کړه چې پخوا به هغه ته دا ښه نه ښکاره کیده چی څوک ورته د «یو آلماني په توگه خطاب وکړي» او د دې دلیل د نازي آلمان د واکمنۍ د دورې ظلم او تیری ؤ. خو د وخت په تېرېدو سره ورو ورو آلمان بدل شو او پوخوالی په کښې راغی. د آلمان ولسمشر وویل:« د جگړو د دورې برعکس اوس آلمان یو بیخي بل ډول هیواد دی».

گاوک وویل چې هغه په خپل هیواد کې د دیموکراسۍ په برخه کې هیڅ ډول کمي نه احساسوي او د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله په آلمان کې ډیموکراسي ډیره پیاوړې ده. گاوک وویل چې په آلمان کې د قانون حاکمیت او ټولنیز عدالت عملي کیږي چې له همدې امله آلمان د نورو هیوادونو له پاره د ډیموکراسۍ د یوې بیلگي په توگه وړاندې کیږي.

بی تفاوتی پکار نه ده

يوآخيم گاوک په خپلو څرگندونو کي زياته کړه چې د يادو بدلونونو په نتیجه کې آلمان یو شمیر مسؤلیتونه لري چې باید ځان ترې خبر وساتي. هغه په اوکراین کې د زور زیاتي د وروستیو پيښو په هکله وویل چې د اروپا تر ټولو لوی هیواد په توگه آلمان باید یوازي د نرم دریځ تر حده محدود نه شي پاتي کېدای. هغه زیاته کړه چې آلمان ته په کار ده چې د نورو اوروپايي هیوادونو سره په گډ‌ه د بحران د حل په برخه کې د منځگړتوب رول ولوبوي. په عين وخت کي هغه د اوکراين په حکومت چي د خلکو په منځ کي يې خپل اعتماد تر ډېري کچي د لاسه ورکړی دی، ږغ وکړ چي له زور زياتيو خه لاس واخلي او له اپوزيسيون سره خبرو اترو ته کښېني.

د آلمان ولسمشر وویل : «د کړکیچونو مخنیوی - په خاصه توگه د قومي کړکېچنو- د یو مسؤلیت لرونکي بهرني سیاست مهمه برخه جوړوي.» گاوک وویل چې آلمان باید نه یوازي د اوکراین په هکله بلکې په مدیترانه او د نړۍ په نورو برخو کې د روانو شخړو په هکله هم خپلي سترگې خلاصې وساتي. د گاوک په خبره آلمان باید په دې برخه کې له خپل ځان څخه پوښتنه وکړي چې آیا دغه هیواد په داسې حالاتو کې د یوه منځگړي رول لوبولای شي.

د آلمان ولسمشر په نړی کی د خپل هیواد د گډي همکارۍ ته په اشارې سره وویل چې «آلمان باید د نړۍ په لیرو پرتو سیمو کې د چاپيریال ساتنې او د تجدید وړ انرژۍ د پراختیا په برخه کې خپل رول ولوبوي. گاوک پر دې خبرې هم انتقاد وکړ چې ځنې آلمانان د مهاجرینو څخه ویره لري. هغه وویل چی آلمان کډوالو ته نه یواځي «د نفوس د ودې» له امله اړتیا لري، بلکه په دې برخه کي «کلتوري دلایل» هم موجود دي، چی «ولي مونږ د کډوالو راتگ ته خوشحاله یو.» هغه وویل: «آلمان تر اوسه هم د خپلی دیموکراتیکي ودې پای ته نه دی رسیدلی.»