1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان ته د انگلا میرکل سفر

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۳ فروردین ۲۱, پنجشنبه

آتن ته د صدراعظمې مېرکل سفر د یونان د حکومت د «ملاتړ د یوې نخښې» په توگه ارزول کیږي. خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه هیواد پر اقتصادي بحران لا هم برلاس توب نه دی موندلی. میرکل د می پر یوولسمه آتن ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/1Bez7
انځور: Reuters

د ۲۰۱۳ کال د نومبر په میاشت کې د آلمان په پلازمینه برلین کې صدراعظمې مېرکل د خپل یوناني سیال انتونس سمراس، سره په یوه لیدنه کتنه کې د یونان له لوري د اصلاحاتو په برخه کې رامنځ ته شوي پرمختگونه وستایل. مېرکل په ځانگړي توگه دا واقعیت چې آتن دې مازاد بودجه ولري، ستایلی وو. یا په بله معنی: په تیرو یوولسو کلونو کې د لومړي ځل له پاره د یونان عواید د لگښتونو په پرتله زیات ول، البته که چیرې د هغه د پخوانیو پورونو سود په پام کې و نه نیول شي.

یونان ته د صدراعظمې مېرکل سفر چې د مې میاشتې پر ۱۱مه نیټه پلان شوی دی، د یونان د بهرنیو چارو د وزیر او د حکومت د لومړي وزیر د مرستیال ایوانگیلوس ونیسیلوس، په نظر د دې خبرې ښکاره ثبوت دی چې د هغه هیواد یوه «نوی پاڼه اړولې». نوموړي په بروکسل کې د شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په څنډې کې وویل چې «مالي بازار ته د یونان د پلان شوي بیرته ستنیدو په پام کې نیولو سره» مېرکل غواړي چې له خپل دې سفر سره یونان ته خپل ملاتړ څرگند کړي. خو د آتن له ایلیامیپ (ELIAMEP) فکري بنسټ څخه یورگوس تسوگوپولیوس دی سفر ته ډیره زیاته لیوالتیا نه لري.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «مالي بازارونه ښایی د برلین ملاتړ ته د یو ډول ضمانت په سترگه گوري. په دې معنی چې گواکې په یونان کې ډیری اصلاحات چې ژمنه یې شوې وه، عملي شوي دي.» خو نوموړي خبرداری ورکړ چې «دا یو ډول سیاسي سبمولیک ملاتړ دی چې په یوازیتوب سره بسیا نه کوي».

هغه په خپلو خبرو کې یاودنه وکړه چې په ځانگړې توگه دا مهمه ده چې یونان خپلو تعهداتو ته ټینگ پاتې شي او له دې سره د بازارونو یا مارکیټونو اعتبار بیرته تر لاسه کړي.

په مالي بازارونو کې بیرته شاملیدل

په آتن کې له اوونیو راهیسې گنگوسې دي چې آیا یونان به د روان میلادي کال په نیمايي کې مالي بازارونو ته وروگرځي او که نه. برخلاف د مالي پیاوړتیا د اعتبار د ارزونې اداره «موډیز» له دې سره کمه لیوالتیا لري چې د دغه هیواد د پور اخیستنې درجه دې لوړه کړای شي. په پام کې وه چې په دې اړه یوه پریکړه په تیره اوونۍ کې شوې وای، خو دغه نیټه د اگست میاشتې لومړیو ته وغځول شوه.

خو په هر حال یونان ته د صدراعظمې انگلا میرکل، پلان شوي سفر ته په خوشبینانه توگه کتل کیږي. د «تانیا» ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د یونان حکومت په دې اړه جدي غور کوي چې په راتلونکو ورځو کې او یا هم په احتمالي توگه په هماغه ورځ چې میرکل آتن ته سفر کوي د دولتي پورونو بهاداره پاڼې چې د درې او پنځو کلونو له پاره د اعتبار وړ وي عرضه کړي، ترڅو د بازارونو وضعیت تر آزموینې لاندې ونیسي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د Capital.gr په نوم د اقتصادي ورځپاڼې مشر تناسس ماوريدیس، وایي چې په دې اړه نښې نښانې ښې دي. هغه په دې اړه وایي: «اوس پانگوال د پرمختگ په درشل کې د ولاړو هیوادونو د پریښولو په حال کې دي او په اروپا کې د ډاډمنې پانگونې په لټه کې دي. دا کیدای شي د یونان له پاره یو ښه چانس وي.»

خو د اقتصادي چارو نوموړی کارپوه دا هم وایي چې زیاتره پانگوال له لنډمهاله پانگونې سره لیوالتیا لري او لا هم د یونان د اقتصادي کړکيچ پای ته د رسیدو په اړه ډاډمن نه دي.

د آلمان له لوري اصلاحاتو ته هڅول

په تیرو میاشتو کې آلماني سیاستوالو په ځانگړې توگه د یونان د اصلاحاتو پروگرام تر ارزونې لاندې ونیو. د ۲۰۱۳ کال د مسیحی میلاد له اختره یوه ورځ مخکې آلمان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال میشایل روت، په یوه بیړني سفر یونان ته ولاړ، تر هغې دوه اوونۍ وروسته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د سلا مشورو له پاره آتن ته ورسید. د مارچ د میاشتې په پيل کې یونان ته د آلمان د ولسمشر یوآخیم گاوک، د رسمي سفر وروسته چې رسنیو ورته ځانگړی پام اړولی وو اوس انگلا میرکل سفر کوي. دا په ۱۸ میاشتو کې یونان ته د مېرکل دویم سفر دی.

له یونان میشته فکري بنسټ څخه یورگوس تسوگوپولیوس، په دې نظر دی چې له آلمان څخه دغه سفرونه کومه تصادفي پیښه نه ده. هغه زیاتوي: «وروسته له هغې چې په آلمان کې دا بنسټیزه پریکړه وشوه چې د یورو په زون کې د یونان پاتې کیدل خپله د یورو زون په گټه ده، په سیاسي کچه د آلمان چلند دوستانه شوی دی.» د سیاسي چارو نوموړې کارپوه زیاتوي چې اوس آلمان خپل دغه چلند ته ادامه ورکړې او غواړي چې له یونان سره د سپما د اهدافو د تر لاسه کولو په برخه کې فعاله مرسته وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب