1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر مخ په ډیریدو دی

۱۳۹۵ اسفند ۳۰, دوشنبه

د هغو مهاجرو شمیر چې له ترکیې څخه یونان ته رازي، مخ پر زیاتیدو دی. په تیرو دری ورځو کې په غیر عادي ډول ډیر مهاجر د آژه سمندر په ختیځ کې د یونان ټاپوګانو ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2ZYfr
Ägäisches Meer Türkei Flüchtlingsboot Rettungsaktion
انځور: picture-alliance/AA/B. Akay

د یونان په پلازمېنه اتن کې د مهاجرت د کړکیچ ډلې مشر رپوټ ورکړی دی چې د جمعې ورځې (د مارچ میاشتې۱۷) له سحر څخه د دوشنبې ورځې تر سحره پورې ۴۴۳ تنه مهاجر د یونان ټاپوګانو ته رسیدلي دي.

د روانې میاشتې (مارچ) په لومړیو دوو اونیو کې به په اوسط ډول د ورځې ۳۵ تنه پناغوښتونکي په غیر قانوني شکل د ترکیې له سواحلو څخه یونان ته رسیدل. خو اوس یوازې د شنبې په شپه ۱۹۳ تنه مهاجر د ترکیې له سواحلو څخه د یونان ټاپوګانو ته رسیدلي دي.

همدارنګه د ساحلي ګارد د کړیو په حواله ویل شوي دي چې د مهاجرو د راتګ په شمیر کې زیاتوالی د آژه په سمندر کې د ښې آب و هوا پورې ارتباط پيدا کوي.

یونان ته د نویو مهاجرو را رسیدل د اتن حکومت اندیښمن کړی دی. په دې وروستیو ورځو کې ترکي سیاستوالو په خپلو خبرو کې په پرله پسې ډول له دغه هیواد سره د مهاجرو په اړه د اروپایې اتحادیې موافقتنامه تر پوښتنې لاندې را وستلې ده. دغه موافقتنامه له نن څخه پوره یو کال مخکې د اروپایې اتحادیې او ترکيې تر منځ لاسلیک شوی وه.

د دغې موافقتنامې پر بنسټ هغه مهاجر چې په غیرقانوني توګه د یونان ټاپوګانو ته رسیږي، باید بیرته ترکیې ته واستول شي. البته په هغه صورت کې چې په یونان کې یې د پنا غوښتنه رد شي.

په اوس وخت کې د یونان په ټاپوګانو کې ۱۴۳۰۰ تنه مهاجر په ډیرو خرابو شرایطو کې ژوند کوي. ډیري دغه مهاجر د خیوس او لسبوس په ټاپوګانو کې ګیر پاتې شوي مهاجر دي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: (04.04.2016)