1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان له آلمان څخه ۲۷۹ میلیارده یورو تاوان غوښتی

مسعود جهش (Reuters, dpa, AFP)۱۳۹۴ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

اتن ویلي دي چې آلمان باید د نازیانو له خوا د دغه هیواد د اشغال له کبله شاوخوا ۲۷۹ میلیارده یورو تاوان ورکړي. له بلې خوا د پیسو نړیوال صندوق له یونان څخه غوښتي چې د تقاعد پیسې کمې او د مالیاتو کچه لوړه کړي.

https://p.dw.com/p/1F3aH
انځور: picture-alliance/dpa/Ohlenschläger

یونان ویلي دي چې آلمان باید ۲۷۸،۷ میلیارده یورو د تاوان په توګه د هغو خرابیو له کبله ورکړي چې نازیانو دې هیواد ته د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال اړولي وو. د یونان د مالیې وزیر مرستیال دیمیتري مارداس، دغه غوښتنه د دوشنبې په ورځ پارلمان ته د وینا پر مهال مطرح کړه.

د یونان د محاسباتو د عمومي ادارې په حواله، د رسیدلو تاوانونو اندازه ۲۷۸.۷ میلیاردو یورو ته رسیږي. اوس د یونان د لومړي وزیر الیکسیس سیپراس، له خوا یوه پارلماني کمیټه جوړه شوې ده چې دغه پیسې له آلمان څخه ترلاسه کړي.

دا لومړی ځل دی چې یونان د خپلو تاوانونو اندازه معلومه کړې ده. په دغو پیسو کې د جګړې له کبله رسیدلي تاوانونه او هغه په اصطیلاح د «کار پور» شامل دی چې نازي آلمان د یونان بانک د هغه جوړولو ته اړ کړی وو. یونان همداراز غوښتي چې برلین باید هغه تاریخي اثار بیرته دې هیواد ته ورکړي چې د نازي آلمان پر مهال غلا شوي وو.

آلمان د اتن غوښتني رد کړي دي او ویلي یي دي چې دغې موضوع ته یې په ۱۹۶۰ کال کې د ۱۱۵ میلیونه آلماني مارک په ورکولو سره د پای تکي ایښی وو. خو دغه موضوع بیا هم د آلمان او یونان اړیکي تر خپلې اغیزې لاندې راولي.

یونان به له پور ورکوونکو سره پر خپلو تړونونو ودریږي

یونان ته پور ورکوونکي اندیښمن وو چې دغه هیواد کیدای شي خپل ۴۵۰ میلیونه پور چې موده یې د اپریل پر ۹مه نیټه پوره کیږي ادا نه کړي. خو د پیسو د نړیوال صندوق مشر کریستین لاګارد، اعلان وکړ چې یوناني د ماليې وزیر دا خبره تایید کړې ده چې هیواد به یې دغه پور ادا کړي.

د یونان د ماليې وزیر همداراز ویلي دي چې د پیسو نړیوال صندوق له اتن څخه غوښتي دي چې د تقاعد پیسې کمې او د مالیاتو کچه لوړه کړي. خو د لومړي وزیر سایپریس ګوند اندیښنه لري چې له دې سره به د هغوی پر رای ورکوونکو باندې ناوړه اغیزه ولویږي.

له بلې خوا اروپايي ټولنه له دې کبله اندیښنه لري چې یونانی لومړی وزیر به د اپریل پر اتمه نیټه روسیې ته د خپل سفر پر مهال، له مسکو څخه د مرستو غوښتنه وکړي. خو یوناني چارواکو بیا ډاډ وکړي دی چې د هغوی له نظره د یونان ستونزې یوازې په «اروپايي کورنۍ» کې حلیدای شي. د ماليې وزیر ویلي دي چې د روسیې د سفر پر مهال به پر دوه اړخیز اړیکو باندې تمرکز وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب