1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان په راتلونکي کال کې د ۱۰۰ زره مهاجرو د ورتګ اټکل کوي

۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبه

په تېرو شپږو میاشتو کې یونان ته ۴۵۰۰۰ مهاجر رسیدلي دي. له دې څخه د یونان حکومت دې نتیجې ته رسیږي چې په راتلونکي کال کې به د دغه هیواد ټاپوګانو ته لا زیات مهاجر ورسیږي، چې لویه برخه به یي له ترکیي هیواد څخه وي.

https://p.dw.com/p/3V070
Griechenland Moria Flüchtlingslager in Lesbos
انځور: picture-alliance/AA/A. Mehmet

د کډوالو د نوم ثبتونې یا ښه راغلاست د مرکزونو له پاره د یونان د حکومت ځانګړي استازي مانوز لوګوتیتس، د «فونکه» رسنیزې ډلې ورځپاڼې ته وویل:«کړکیچ تازه او جدي دی.»

نوموړي اعلان وکړ چې د اتن حکومت غواړي چې په ۲۰۲۰م کال کې د یونان له ټاپوګانو څخه ۱۰۰۰۰ پناه غوښتونکي بیرته د ترکیې پر لور اخراج کړي. حکومت باید د دې کار له پاره ۲۷۰ تنه اضافي پرسونل وګماري، څو د پناه غوښتونکو د دوسیو په اړه پریکړې وکړي. د دې ترڅنګ به په هریو د دغو پنځو ټاپوګانو کې د پناه غوښتونکو د نوم ثبتونې نوي مرکزونه جوړ کړای شي، څو د مهاجرت د څپې دغه دروند بار پورته کړای شي.

مانوز لوګوتیتس، زیاته کړه چې اوسنۍ وضعه د یونان له پاره د ۲۰۱۵م کال په پرتله په څرګند ډول ډیره حساسه ده. په هغه وخت کې به مهاجر نورو اروپایي هیوادونو ته تلل، خو دا ځل همدلته په ټاپوګانو کې پاتې کیږي.

د یونان لومړي وزیر کیریاکووس، په دې وروستیو کې په لیسبوس کې د مهاجرو ډرامتیک وضعیت په پام کې نیولو سره له آلمان څخه وغوښتل چې نور مهاجر دې ومني. نوموړي د «بلډ ام زونټاګ» دې پوښتنې ته چې آیا آلمان دې په مستقیم ډول له لیسبوس ټاپو څخه پناه غوښتونکي ومني؟ مثبت ځواب ورکړ.

Lesbos Flüchtlingslager Moria 11
د موریا په کمپ کې د پناه غوښتونکو شمیر تر ګنجایش زیات شوی دیانځور: InfoMigrants/Aasim Saleem

 د مهاجرو نوې څپه

په ۲۰۱۵ م او ۲۰۱۶مو کلونو کې په هغه وخت کې چې اروپا ته د مهاجرت څپې خپل اوج ته رسیدلي وې، هره ورځ به په زرګونو مهاجر د ترکیي له سواحلو څخه د یونان لیسبوس او نورو ټاپوګانو ته راتلل.

د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې له ترکیي سره د اروپایي اتحادیي تر موافقې وروسته په دغه شمیر کې په واضح ډول کموالی رامنځته شو. د تیرو څو میاشتو راهیسې یو وار بیا ډیر شمیر پناه غوښتونکي د آژه بحیرې له لارې د اروپا خاورې ته داخل شوي دي.

د مهاجرو د شمیر د زیاتیدو له امله مسئولینو په ډراماتیک ډول د بشري وضعیت د خرابیدو رپوټ ورکړی دی. په اتن کې د اړونده وزارت د نویو شمیرو له مخې د دغو ټاپوګانو په لاګرونو کې تر ۴۱۰۰۰ ډیر انسانان د انتظار شپې ورخې تیروي. دا په ۲۰۱۶م کال کې له ترکیي سره د اروپایي اتحادیي د موافقې له عملي کیدو راهیسې تر ټولو لوړ شمير دی.

په اپریل میاشت کې لا په دغو ټاپوګانو کې یوازې ۱۴۰۰۰ پناه غوښتونکي موجود ول. د رسمي شمیرو له مخې په اوس وخت کې یوازې د لیسبوس په لوی کمپ (موریا) کې ۱۸۰۰۰ انسانان په خیمو او کانتینرونو کې ځای پرځای شوي دي. په رسمي ډول دغه کمپ یوازې د ۳۰۰۰ مهاجرو له پاره جوړ شوی دی. 

لږ آلماني چارواکي

د فونکه ورځپاڼې د اروپایي اتحادیي د پناهندګۍ دفتر EASO په استناد رپوټ ورکړی دی چې د خراب وضعیت سربیره آلمان سږ کال لږ شمیر مامورين د یونان د مهاجرت ادارې سره د مرستې له پاره دغو ټاپوګانو ته استولي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ آلمان په ۲۰۱۹م کال کې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) د کارکونکو په شمول د پناهندګۍ په چارو کې ۸۰ تنه کارپوهان د یونان ټابوګانو ته استولي دي، څو د مهاجرو د ثبتولو په برخه کې مرسته وکړي. دا شمیر په ۲۰۱۸م کال کې ۱۲۴ او په ۲۰۱۷م کال کې حتی ۱۳۰ وو.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د دغو مامورينو استول د نورو ترڅنګ د «رسمي داخلي تعهداتو» پورې د وابستګۍ له مسئلې سره توجیه کوي. وزارت زیاته کړې ده چې په کافي اندازه اداري، لوجستکي او د دوه اړخیز ملاتړ اقداماتو په څیر خدمات د یونان په اختیار کې ورکړل شوي دي.

kle/stu (afp, epd, dpa)/sn/bs