1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان یو وار بیا د مهاجرو یوه ډله ترکیې ته اخراج کړې

۱۳۹۶ مهر ۱۵, شنبه

یوناني چارواکو د اروپا د پولې ساتنې آژانس په ملاتړ د مهاجرو یوه ډله ترکیې ته اخراج کړی ده. له یونان څخه ترکیې ته د مهاجرو ستنول د بشري حقونو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخامخ ده

https://p.dw.com/p/2lPyp
Rückführung der Flüchtlinge in die Türkei
انځور: picture-alliance/dpa/O. Panagiotou

یوناني چارواکو د اروپا د بهرنیو پولو د ساتنې آژانس (فرونتکس) په ملاتړ یو وار بیا یوه ډله مهاجر ترکیې ته اخراج کړي دي. د ترکیې او اروپایې اتحادیې تر منځ د مهاجرو په اړه تړون چې له مخې یې له یونان څخه ترکیې ته د مهاجرو ستنول صورت نیسې د بشري حقونو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخامخ ده.

د یونان په پلازمېنه اتن کې پولیسو یو وار بیا ترکیې ته د مهاجرو د بیرته ستنولو خبر ورکړی دی. تر څو میاشتني ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې ترکیې ته د سوریایې مهاجرو اخراج ترسره کیږي.

د سوریایې مهاجرو اخراج وروسته له هغې ځنډول شوی وو، چې دوو سوریایې مهاجرو د خپل اخرج له امله محکمې ته شکایت کړی وو. دوی ادعا کړی وه چې ترکیه د دوی له پاره یو امن هیواد نه دی.

د سپتمبر په میاشتې کې د یونان تر ټولو عالي ادارې محکمې خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه چې له مخې یې ترکیه د دغو مهاجرو له پاره یو دریم امن هیواد وبلل شو. په همدې دلیل یو وار بیا له یونان څخه ترکیې ته د سوریایې مهاجرو اخراج ته لاره پرانیستل شوه.

د یونان پولیسو اعلان کړی دی چې دغه مهاجر په یوه ځانګړي پرواز کې د لیسبوس له هوایې ډګر څخه د ترکیې آدانا ښار ته لیږدول شوي دي.

یوناني چارواکو ویلي دي چې له یونان څخه ترکیې ته د مهاجرو اخراج د اروپایې اتحادیې او ترکیې تر منځ د شوې موافقتنامې د معیارونو مطابق ترسره شوی دی. د دغې موافقتنامې له مخې چې تیر کال د مارچ په میاشتې کې لاسلیک شوی، هغه مهاجر چې په غیر قانوني توګه له ترکیې څخه یونان ته داخلیږي او په یونان کې یې د پنا غوښتنه رد شوې وي، باید بیرته ترکیې ته واستول شي.

د دغې موافقتنامې پر بنسټ (چې د ترکیې او اروپایې اتحادیې تر منځ لاسلیک شوې)، له یونان څخه ترکیې ته د هر یوه اخراج شوي سوریایې مهاجر په بدل کې به، اروپایې اتحادیه له ترکیې څخه یو بل مهاجر په قانوني لاره او مستقیم ډول خپل یوه غړي هیواد کې مني.

د دغه تړون هدف دا وو چې د ترکیې له لارې اروپا ته د مهاجرو د راتګ لړۍ ودروي او د انساني قاچاق مخه ونیول شي.

د یونان پولیسو د دغې موافقتنامې د عملي کیدو راهیسې تر اوسه پورې ۱۳۶۰ تنه مهاجر چې یوازې ۲۱۶ تنه په کې سوریایان ول له ترکیې څخه یونان ته اخراج کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: