1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونسکو په نړیواله کچه د اوبو له کمښت څخه شکایت کوي

۱۳۹۷ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

په نړۍ کې څه د پاسه دوه میلیارده انسانان په منظم ډول د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. په تیره بیا هغه کسان ډیر اغیزمن دي چې بې له هغه هم له تبعیض سره مخامخ دي او متضرره سوي دي.

https://p.dw.com/p/3FHwl
Weltwassertag 22.03.2018
انځور: picture-alliance/APA/B. Gindl

حقیقت دا دی چې، هغه انسانان چې د خپل جنسیت، سن، قوم، مذهب او ژبني هویت له کبله متضرره سوي دي، ډیر لږ د څښلو پاکو اوبو او صحي امکاناتو ته لاس رسی لري. لکه څنګه چې په ژنیو کې د اوبو په هکله په نړیوال رپوټ کې راغلي دي، د نړۍ څه د پاسه نیم نفوس نه سي کولای له پاکو اوبو او فعالو صحي امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

د جرمني د یونسکو د کمیسیون د مشرتابه غړې، اولا بورکهارد وایي :«اطمیناني اوبه او صحي تاسیسات بشری حقونه دي، خو میلیاردو انسانانو ته دغه حق نه دی ورکړل سوی.» څه د پاسه دوه میلیارده انسانان د څښاک د پاکو اوبو پرته ژوند کوي، ۸۴۴ میلیونه بیا مجبوره دي چې هره ورځ لږ تر لږه نیم ساعت مزل وکړي، څو اوبه تر لاسه کړي او یا هم اصلاً دغو اوبو ته لاس رسی نه لري.

 اروپا او شمالي امریکا هم د اوبو له کمښت سره مخامخ دي

د یونسکو عمومې مدیرې اندرې آزولای، د نوموړي رپوټ د معرفی کولو پر مهال وویل، چې په خپله په اروپا او شمالي امریکا کې هم ۵۷ میلیونه انسانان په خپلو کورونو کې د اوبو نلونه نه لري. همدارنګه په اروپا او شمالي امریکا کې ۳۶ میلیونه انسانان له بنسټیزو روغتیایي امکاناتو څخه محروم دي. د نورو ترڅنګ په کاناډا کې بومي ټولنې تر ټولو زیاتې متضرره دي. د هغوی ۴۰ سلنه یوازی د څښلو بې کېفیته اوبو ته لاس رسی لري چې طبعاً د هغوی د روغتیا له پاره هم ناوړه عواقب له ځانه سره لري او روغتیا ته یي تاوان رسوي.

د دغه رپوټ په حواله، په نړۍ کې د هغو انسانانو نیمایي برخه چې پاکو اوبو ته کافي لاس رسی نه لري، په افریقا کې ژوند کوي. یوازی ۲۴ سلنه هغه انسانان چې د افریقا په لویدیځه صحرا کې ژوند کوي، له هغو اوبو څخه برخمن دي چې د حفظ الصحې له معیارونو سره برابري دي. یوازې ۲۸ سلنه یي له داسي روغتیایي تاسیساتو څخه ګټه اخلي چې له نورو کورنیو سره یي باید ونه ویشي.

Venezuela Leute holen Wasser vom Fluss Guaire in Caracas
انځور: Reuters/C.G. Rawlins

ډیری هیوادونه د اوبو د زیرمو له کمبود سره مخامخ دي

پر دې سربیره: څه د پاسه دوه میلیارده انسانان بیا په هغو هیوادونو کې ژوند کوي چې د اوبو د کمبود له سخت فشار سره مخامخ دي. په دغو هیوادونو کې د اوبو د نوو کېدونکو منابعو یو پر څلورمه زیرمې کارول سوي دي. تازه اټکلونه ښيي چې څه د پاسه ۵۰ هیوادونه د اوبو د کمښت له فشار سره مخامخ دي، چې په ځینو هیوادونو کې بیا کې د اوبو د نوي کېدونکو زیرمو څخه ۷۰ سلنه استفاده کېږي. له همدې کبله هلته لویې زیرمې نه پاتې کېږي.

له دغه ډول حالت څخه څه د پاسه ۲۰هیوادونه اغیزمنېږي چې په هغو کې ګڼ میشته هیوادونه لکه مصر او پاکستان شامل دي.

د شمیرو له مخې په آلمان کې له ۱۵ کلونو راهیسي د اوبو له نوي کېدونکو زیرمو څخه څه کم ۲۰ سلنه ګټه اخیستل کېږي. په دې ډول دغه هیواد ښه پر مخ روان دی. خو د جرمني د یونسکو د کمیسیون د مشرتابه غړې اولا بورکهارد، خبرداری ورکوي چې «موږ هم د نړۍ په نورو سیمو کې د لویو ستونزو په رامنځته کولو کې لاس لرو، د بیلګې په توګه د پنبې او غوایي د غوښو د وارداتو له لارې، د هغی تولید ډیرو اوبو ته اړتیا لري.»

(Gp /af epd, dpa, kna)