یونکر: د یونان ځای په یورو زون کې دئ
۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبهاعلان
د ایروګروپ مشر جان کود یونکر، د چهار شنبې په ورځ وویل چې د یونان ځاي د یورو په پولي حوزې کې دﺉ. خو هغه له اتن څخه وغوښتل چې د سپما د پروګرام د پلې کولو له پاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي ترڅو د اروپایي ټولنې او د پېسو د نړیوال صندوق مرستې تر لاسه کړي.
ینکر وویل چې هغه د دې خبرې مخالف دﺉ چې یونان دې د یورو له پولي حوزې څخه وایستل شي. د هغه په اندې له دې سره کیدای شي د یورو زون له پاره یو ګواښ رامنځ ته شي.
د یونان لومړی وزیر اوس د اروپایي هیوادونو په یوه سفر بوخت دﺉ چې د خپل هیواد له پاره مالي مرستې تر لاسه کړي. په دې ترڅ کې به هغه د جمعې په ورځ برلین ته ورسیږي او د المان له صدراعظمې انګلا میرکل سره وویني.