1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: په یمن کې په هرو ۱۰ دقیقو کې یو ماشوم مري

۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبه

یونیسف ویلي چې په جګړه ځپلي هیواد یمن کې په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم په داسې ناروغۍ مري چې مخنیوی یي کیدی شي. خوار ځواکي او د روغتیایي امکاناتو نه شتون د یمن ډیر ماشومان له خطر سره مخامخ کړي دي.

https://p.dw.com/p/37edh
Jemen |  Unterernährtes Kind
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua/M. Mohammed

په منځني ختیځ کې د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د څانګې مشر ګیرت کاپلار، د یمن د ماشومانو وضعیت ناخواله بللی. د هغه په خبره پوځي نښتې او په دغه هیواد کې ډیر نامناسب اقتصادي وضعیت، ماشومانو ته د واکیسینو رسول په یوه خطرناک کار اړولیږ زیاته شوې چې په دې هیواد کې د واکسین چارې د کورنۍ جګړې تر پیل مخکې هم ښې نه وې پر مخ روانې.

د منځني ختیځ او د افریقا د شمال له پاره د یونیسف مشر د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۴مه) د اردن په پلازمېنه کې وویل چې د دیفتري او شري په څیر ناروغۍ د یمن په ماشومانو کې مخ پر ډیریدو دي.

د یمن له ۱۵ میلیونه څخه ۱۱ میلیونه ماشومان (۸۰ سلنه) نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري. همداشان د عربي ټاپو وزمې په دغه تر ټولو بې وزله هیواد کې یو میلیون او ۸۰۰ زره ماشومان په لوږې کې ژوند کوي او له دغې ډلې یې ۴۰۰ زره ماشومان د مړیني له ګواښ سره مخامخ دي.

په یمن کې له ۲۰۱۴م کال راهیسې د شیعه حوثي یاغیانو او د سني ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د ځواکونو تر منځ کورنۍ جګړه روانه ده. ویل کیږي چې حوثي یاغیان د ایران او منصور هادي د سعودي عربستان او د نورو عربي هیوادونو ملاتړ له خانه سره لري. په دې ډول ایران او سعودي عربستان عملا په یمن کې په یوه نیابتي جګړه کې ښکیل دي.

د ۲۰۱۵م کال په پسرلي کې د سعودي عربستان په مشرۍ یوه پوځي ائتلاف پر یمن بریدونه پیل کړل. د ملګرو ملتونو په وینا د یمن په کورنۍ جګړه کې تر اوسه شا او خوا ۱۰ زره کسان وژل شوي دي، چي زیاتره یي ملکیان دي.

له ډیرې مودې راهیسې په یمن کې د څښاک د پاکو اوبو او خوراکي توکمو کمښت موجود دی. د ګیرت کاپلار په وینا په دغه هیواد کې میوه او سبزیجات شته خو ډیرې کورنۍ یي د رانیوالي مالي توان نه لري.

همداشان د څښاک اوبه باید له څاه ګانو څخه راوایستل شي او په دې موخه باید له هغو پمپونو استفاده وشي چې په تیلو چلیږي. خو د تیلو بیې ورځ تر بلې لوړیږي او ډیری کسان د دې وس نه لري چې د ځمکې له تله د اوبو راایستلو له پاره تیل چمتو کړي.

یونیسف په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په یمن کې تر نیمایي زیاتو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو، د تداوۍ امکانات له لاسه ورکړي دي ځکه چې یا دغه مرکزونه ویجاړ شوي او یا هم لازم پرسونل نه لري. له دوو کلونو له زیاتې مودې راهیسې موجوده پرسونل ته تنخواه هم نه ده ورکړل شوي.

یونیسف په ځانګړې توګه د حدیده ښار د وضعیت په هکله انديښنه لري. له دغه مهم بندري ښار څخه تر اوسه پورې تر ۵۷۰ زره  زیاتو کسانو د ویرې له کبله ځانونه نورو خوندي سیمو ته رسولي دي.

ګیرت کاپلار له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د یمن د خلکو له پاره بشري مرستي د یونیسف په اختیار کې ورکړي. هغه د یمن په هکله د سولې د خبرو اترو د احتمالي کنفرانس په پام کې نیولو سره په دغه هیواد کې په سملاسي توګه د جګړو د دریدو غوښتنه وکړه. ښایي دغه کنفرانس په نوامبر میاشت کې په سویډن کې جوړ شي.

کاپلار همداشان غوښتنه وکړه چې نړیواله ټولنه دې د داسې یوه دولت د رامنځ ته کیدو ملاتړ وکړي چې د یمن د خلکو د علاقي وړ وي. هغه پر دې ټینګار وکړ چې په تیرو څو کلونو کې دغه موضوع نه ده رعایت شوې.

زموږ له آرشیف څخه: