1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

یونیسیف: جي۲۰ باید مهاجرو ماشومانو ته خوندیتوب ورکړي

۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبه

په لویدیځي او مرکزي افریقا کې هر کال اووه میلیونه ماشومان د خپلو کورونو پریښو ته اړ کیږي.ځکه چې هغوی له لوږې سره مخامخ وي، کوم لرلید نه لري او یا هم له ترهگرۍ تښتي. یونیسیف غوښتنه کړې چې جي۲۰ پر دې موضوع خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/2fwLu
Afrika - humanitäre Hilfe im Tschadsee-Gebiet
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې یونیسیف، د نړۍ د ۲۰ صنعتي او د صنعتي کیدو په درشل کې هیوادونو له ټولنې څخه غوښتي دي چې د تنکیو ځوانانو له پاره د هغوی په خپلو ټاټوبو کې د ښه فرصتونو له پاره لاس پر کار شي. یونیسیف په عین وخت کې له جي۲۰ څخه د ماشومانو او تنکي ځوانانو د لا ډیر ملاتړ او د اغیز ناک خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د یونیسیف په نوې رپوټ کې چې راغلي دي چې له خپلو ټاټوبو څخه د کم عمره ماشومانو د تیښتې پر مهال دا خطر موجود وي چې هغوی د بې پروا انساني قاچاق کوونکو لاسونو ته ولویږي، استمثار شي او یا هم له ناوړه چلن سره مخامخ شي.

د یونیسیف رپوټ زیاتوي چې دغه کم عمره ماشومان په نورو هیوادونو کې زیاتره مهال اړینو مرستو ته لاس رسی نه لري، څو د یوه نوي ژوند د پېل له پاره سمه لار ومومي.

د دغه رپوټ له مخې په لویدیځې او مرکزي افریقا کې هر کال اووه میلیونه ماشومان د بې وزلۍ، د کوم لرلید د نه لرلو، ترهگرۍ او طبیعي ناورینینونو له کبله خپلو ټاټوبو پریښو ته مجبوریږي. د رپوټ له مخې د دغې سیمې له ۱۲ میلیونه مهاجرو او کډوالو تر نیمایي څخه زیاته برخه ماشومان او تنکي ځوانان جوړوي.

د کامیرون هیواد په میناواو کمپ کې مهاجر ماشومان
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

د یونیسیف په دغه رپوټ کې چې «د فرصتونو په لټه کې» نومیږي راغلي دي چې د هغوی درې پر څلورمه برخه په خپله قاره کې د پناه او یوه ښه ژوند په لټه کې دي او یوه تر پنځمې کمه برخه یې اروپا ته ځي. ویل شوي دي د اقلیم د بدلون، د دوامداره جگړو او مخ پر زیاتیدونکي نفوس له کبله داسې اټکل کیږي چې د مهاجر ماشومانو په شمیر کې ډیروالی راشي.

د یونیسیف د خپلو معلوماتو له مخې د دغه رپوټ د چمتو کولو له پاره یې د مهاجر شوو ماشومانو او کورنیو سره د هغوی د تیښتې، شړل کیدو او کډوالۍ د علتونو په هکله شوې مرکې ارزولي او هغه خطرونه یې تحلیل کړي چې د سفر پر مهال ورسره هغوی مخامخ کیږي. په رپوټ کې راغلي دي چې علتونه ډیر پيچلي دي چې په هغې کې په نایجیریا کې د تند لارې ډلې «بوکو حرام» سره شخړه، وچکالي او سیلابونه او پر دې سربیره د زده کړو نشتوالی او د کاري فرصتونو نه لرل شامل دي.

په پام کې ده چې د جي۲۰ غونډه د جمعې او شنبې په ورځو د آلمان په بندري ښار هامبورگ کې تر سره شي. د دولتونو او حکومتونو مشران به پر نورو موضوعاتو سربیره د کډوالۍ او اقلیم د بدلونو پر موضوعاتو هم وغږیږي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو گالري: