1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«په موصل کې په زرونو ماشوما له خطر سره مخامخ دي»

۱۳۹۶ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

یونیسیف وایي چې په موصل کې ځیني ماشومان د انساني سپر په توگه کارول کیږي او ځیني نور جگړې کولو ته اړ ایستل کیږي. په ښار کې روانې جگړې هغې ستونزې لا پسې ډیرې کړي دي چې ماشومان ورسره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2eA7O
Mosul Irak Flüchtlinge
انځور: Reuters/A. Al-Marjani

د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې یونیسیف، ویلی دي چې په موصل کې شا او خوا سل زره ماشومان له جدي خطر سره مخامخ دي.

یونیسیف د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د موصل په کړکیچ کې له ماشومانو څخه د انساني سپر په توگه کار اخیستل کیږي او «په ځینو قضیو کې دې ته اړ ایستل کیږي چې په جگړه او تاوتریخوالی کې ونډه واخلي.»

دغه سازمان په خپل رپوټ کې ویلي دي چې «ماشومان داسې ډارونکی تاوتریخوالي تجربه کوي او مشاهده کوي چې هیڅ انسان یې باید د تل له پاره و نه ویني.» د یونیسیف په خبره «د روغتونو په گډون پر ملکیانو او ملکي زیربناوو، کلینکونو، ښوونځیو، کورنو او د اوبو پر سیستمونو باید بریدونه ژر تر ژره ودرول شي.»

یونیسیف په خپل رپوټ کې زياته کړې ده چې دوی د ملکي وگړو په هکله د خبرداري رپوټونه تر لاسه کوي چې پکښې د موصل په لویدیځ کې د ماشومانو وژل کیدل هم شامل دي.

یونیسیف زیاتوي چې د تر لاسه شویو راپورونو سره سم ځینې ماشومان هغه وخت وژل شوي دي چې له جگړې څخه یې د تیښتې هڅه کوله، هغه جگړه چې ساعت په ساعت پکښې زیاتوالی راځي.

Irak Kämpfe im Westen von Mosul
د یونیسیف، په وینا په موصل کې روانه جگړه په ځانگړې توگه د ماشومانو له پاره سخته دهانځور: Reuters/Stringer

عراقي ځواکونه د تیر میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په جگړه بوخت دي، څو د عراق دغه شمالي ښار له داعش ترهگري ډلي څخه بیرته ونیسي. عراقي ځواکونو د روان میلادي کال په جنورۍ میاشتې کې د موصل ختیځه برخه ونیوله او د ښار د پاتي ټولې ختیځي برخې د نیولو له پاره یې یو څه پرمختگ کړی دی چې لا هم د داعش تر کنترول لاندې ده.

په متقابلو ډزو کې بند پاتیدل

د موصل ښار د لویدیځې څنډې د نیولو له پاره فشار د ځایي اوسیدونکو له پاره وضعیت ستونزمن کړی او هلته بند پاتې دي. که څه هم عراقي ځواکونه وایي چې د ښار۹۰ سلنه برخه یې نیولې ده، خو داعش د خپلو جگړه مارو له لوري د ځانمرگي بریدونو او پټو نخښه ویشتونکو په واسطه د خپل وروستي سنگر ساتلو له پاره مقاومت کوي. د داعش ضد ځواکونه هم ادعا کوی چې جگړه مار د ماشومانو په گډون له ځایي اوسیدونکو څخه د انساني سپر په توگه کار اخلي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې له موصل ښار څخه د داعش د تمبولو پلان ډیر ملکي کسان وژلي دي. پنتاگون پر دې خبره اعتراف کړی دی چې په مارچ میاشت کې په موصل کې د دوی په یوه هوایي برید کي ۱۰۵غیر جنگي کسان وژل شوي دي. دغه برید د داعش د په نخښه کولو له پاره شوی وو خو يو بم پر يوه ودانۍ ولگید چې پکښې د جگړو د زیاتیدو له کبله ملکي وگړو پناه اخیستې وه.

یونیسیف د جگړې د زیاتیدو په پام کې نیولو سره د کړکیچ پر ټولو اړخونو باندې غږ کړی دی چې د خپلو مکلیفتونو په پام کې نیولو سره د موصل په لویدیځ کې ټول ماشومان له زيان څخه خوندي وساتي.