1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شپان، د مهاجرو په مالي مرسته کې د توپیر غوښتنه وکړه

۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

یوه آلماني سیاستوال ویلي دي چې په دې هیواد کې د میشت پناه غوښتونکو له پاره دې، په آلمان کې د هغوی د کار د وضعیت او اوسیدو مودې له مخې، د مرستې بیلابیلې اندازې وټاکل شي.

https://p.dw.com/p/2sZzC
Jens Spahn
انځور: picture alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) د رئیسه هیئت غړي یینس شپان، په چټکۍ سره د مهاجرو له پاره د مالي مرستو په برخه کې د تفاوت رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

شپان د سه شنبې په ورځ د «نویه برلينه ریډیکسیون ګزلشفت» رسنۍ ته وویل: «موږ باید د مهاجرو د اعاشې او اباتې په برخه کې په ډیرې چټکۍ سره پریکړه وکړو چې کوم کس رد شوی، پر اخراج مکلف دی او یا هم د مهاجر په توګه منل شوی دی.»

د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند دغه سیاستوال وویل: «زه مطمئن نه یم چې موږ دې ټول هغه څه کړي وي چې په قانوني ډول ممکن دي.» 

هغه زیاته کړه چې په بنسټیز ډول دولت مکلف دی چې یوازې هر انسان ته د حد اقل اعاشې او اباتې زمينه مساعده کړي. یینس شپان زیاته کړه: «په همدې حال کې، که هر هغه څوک چې آلمان ته داخلیږي او سمدستي یې د هغو کسانو سره چې د ډیرې مودې راهیسې په آلمان کې دي او دلته کار کوي سره توپیر ونه شی نو هغه ارزښتونه بې معنې کیږی چې دا دولت یې پر بنست ولاړ دی.» 

شپان د خپلو خبرو په دوام کې آلمان ته د لومړیو کارګر مهاجرو په اړه وویل: «دوی آلمان ته له ستونزو سره د مقابلې له پاره راغلل. دغه غوښتنه نن هم د ائتلاف په موافقتنامه کې ځای پر ځای شوې. موږ تمه لرو چې هر څوک باید د خپل توان مطابق د دې ټولنې له پاره خدمت کولو ته چمتو وي.»