1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه دقیقه چوپتیا، المان د نوو نازیانو له وژنو څخه یادونه وکړه

۱۳۹۰ اسفند ۴, پنجشنبه

په برلین کې د هغو کسانو یادون وشو چې په تیرو لسو کلونو کې د ښي اړخو افراطیانو د یوې ترهګرې ډلې له خوا وژل شوي دي. په المان کې د پنج شنبې په ورځ د دغو قربانیانو په درناوي یوه دقیقه چوپتیا تر سره شوه.

https://p.dw.com/p/148HI
انځور: dapd

په برلین کې په همدې موخه یوه غونډه جوړه شوې وه. په دې غوڼده کې د ښي اړخو افراطیانو د بریدونو د قربانیانو د کورنیو د غړو او خپلوانو په گډون کابو ۱۲۰۰ کسانو ګډون کړی وو. د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل هم د غونډې له ګډوالو څخه وه. هغې په څپله وینا کې وویل: «دغه وژنې زموږ د هیواد له پاره یوه شرمونکې خبره ده.»

د قربانیانو د یادون په خاطر د برلین د څو ښوونځیو زده کوونکو په سمبولیکه توګه دولس سپینې شمې له ځان سره لیږدولې. لس شمې د هغو کسانو په یاد چې د نوو نازیانو د «څویکاور نومې تروریستي» ډلې له خوا وژل شوي دې او یولسمه شمه په دې هیواد کې د ښیې اړخو افراطیانو د ټولو قربانیانو لیږدولې کیدلې. دولسمه شمه په دې هیله بل کړای شوې وه چې بیا دغسې جنایتونه په آلمان کې تکرار نه شي.

د المان صدرداعظمې انګلا میرکل، په څپلې وینا کې وویل: «دغه شمې د هغو کسانو په یاد بلې شوې دي چې د هغوی د ژوند څراغ په ډیرې بې رحمۍ سره مړ کړای شوی دئ. پر دې قتلونو باندې چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ پیښ شوي دي تر تیر کال پورې پرده اچول شوې وه. عاملین ئې زموږ په منځ کې اوسیدل. دا داسې یو عمل دئ چې زموږ هیواد کې ساری نه لري.»

د المان صدارعظمې د هر یو قرباني نوم واخیست او له د هغوی یادون ئې وکړ. د نیوو نازیانو «څویکاور نومې تروریستي» ډلې د بریدونو ډیر شمیر قربانیان په خټه ترکان ول.

د المان صدراعظمې وویل چې د دغو ناوړه قتلونو د قضیو په هکله به ژوری پلټنې وشي چې ولې په دې هیواد کې په داسې جنایتونو لاس پورې شوی دئ. هغې زیاته کړه چې د المان خلک د دغو پیښو په وړاندې بې تفاوتي ځغملای نه شي.

په دغو مراسمو کې د قربانیانو درې خپلوانو هم ویناوې وکړې. په لومړي سر کې يو پلار خبرې وکړې چې زوی ئې د ښي اړخو افراطیانو له خوا وژل شوی وو. هغه په ترکي ژبه په برلین کې د دولت له خوا د ویر د دغو مراسمو د نیولو په خاطر له برخه والو مننه وکړه. د هغه زوی په ۲۰۰۶ کال کې په یو انترنیت کافي کې وژل شوی وو.

له هغه وروسته سیمیا شیمشیک، وینا وکړه. دغې ځوانې نجلۍ خپل پلار د ښي اړخو د بریدونو په پایله کې له لاسه ورکړی دئ. دغه راز د پنج شنبې په ورځ د المان په وخت په ۱۲ بجو په ټول هیواد کې د ښي اړخو افراطیانو د بریدونو د قربانیانو په یاد د چوپتیا شیبه غوره شوه او د هغوی درناوی وشو.

عبدالباري حکیم (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش