1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

یوه مهاجر د اخراج د مخنیوي په موخه پر پولیسو د ډزو هڅه کړې

۱۳۹۷ خرداد ۲۳, چهارشنبه

د آلمان په لندس هوټ ښار کې یو ۳۰ کلن مهاجر له درو هغو پولیسو افسرانو څخه یو ټپي کړی چې غوښتل یې دغه مهاجر له ځانه سره بوځي او خپل هیواد ته یې اخراج کړي. نوموړي په دې توګه هڅه کوله ترڅو د اخراج مخنیوی وکړي.

https://p.dw.com/p/2zUXA
Deutschland Ellwangen - Polizisten nehmen Flüchtling fest
انځور: Getty Images/T. Niedermueller

د نیدر بایرن د پولیسو ریاست د چهارشنبې په ورځ ویلي چې یو نایجریايي پناه غوښتونکي د سه شنبې په ورځ په ښاري شورا کې د پولیسو له یو سرتیري څخه د هغه وسله له پوښ څخه ترلاسه کړه. نوموړي د وسلې تر ترلاسه کولو وروسته یو پولیس هدف وګرځاوه او هڅه یې وکړه چې پر هغه باندي ډزې وکړي، خو د پولیسو په وینا هغه په دې کار بریالی نه شو.

د پولیسو یوه بل سرتیري سمدلاسه وکولی شول چې نیول شوی نایجریايي مهاجر بیرته ونیسي او له هغه څخه وسله بیرته واخلي.

د نیدربایرن د پولیسو په يوه رپوټ کې راغلي دي چې هغه مهال چې پولیسو د نوموړي نایجریايي مهاجر د قابو او نیولو هڅه کوله، هغه د یوه تیره شي په واسطه یو پولیس افسر ټپي کړ. پولیسو زیاته کړې چې پولیس شدید ټپي شوی نه دی.

زیاته شوې ده چې د نوموړي نایجریايي مهاجر د اخراج په لړۍ کې یو بل پولیس سرتیری هم سطحي ټپي شوی دی. د پولیسو افسرانو د مرچکو د سپرې په کارولو په دې بریالي شوي چې دغه مهاجر تر کنترول لاندې راولي او هغه بیرته ونیسي. اوس د نوموړي پر ضد په محکمه کې د وژنې د هڅې په تور شکایت شوی او دغه درې پولیس اوس نه شي کولی خپله دنده پرمخ یوسي.

د یوه بل خبر له مخې د سه شنبې په ورځ د آلمان په ګوتینګن ښار کې د مهاجرینو یوې ۱۵ کسیزې ډلې د یوه بل مهاجر د اخراج د مخنیوي هڅه کړې. زیاته شوې چې د مهاجرو دغې ۱۵ کسیزې ډلې احتمالاً د یوه شل کلن مهاجر د اخراج د مخنیوي هڅه کړې او پر پولیسو یې بایسکل، تختې او نور شیان ګوزار کړي دي چې له امله یې درې پولیسو افسران ټپي شوي دي. اوس دغه ډله د نظم د خرابولو او د پولیسو پر وړاندې د مقاومت له امله تر قانوني څیړنو لاندې دي.