1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

یوه نقاشي په نیویارک کې په ۱۱۰،۷ میلیونه ډالرو پلورل شوې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه

د فرانسوي مشهوره هنرمند کلود مونیت، یوه نقاشي د نیویارک په یوه بولۍ کې په ډیره لوړه بیه پلورل شوې ده. د نقاشي پخوانیو مالکانو هغه په ۱۹۸۶م کال کې په ۲،۵۳ میلیونه ډالرو اخیستې وه.

https://p.dw.com/p/3IWGm
Monet für 111 Millionen Dollar versteigert
انځور: picture-alliance/dpa/Sotheby's

د کلود مونیت د «هاېستکس» په نوم د نقاشیو له لړۍ څخه یوه یې چې «میولز» نومیږي، په ۱۱۰،۷ میلیونه ډالرو پلورل شوې ده.

هغه مرکز چې د نقاشي د بولۍ چارې یې پر مخ بیولې، ویلي دي چې دا د مونیت د یوې نقاشۍ له پاره تر ټولو لوړه بیه ده.

د مونیت د منظرو نقاشي ډیر زیات شهرت لري. دا لومړی ځل دی چې د دې نقاش یو اثر تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو په لوړه بیه پلورل کیږي.

د بولۍ په لړ کې اوو پیریدونکو د اتو دقیقو له پاره یو له بل سره د نقاشي د رانیولو پر سر سیالي وکړه چې په پایله کې یې د نقاشي بیه ۱۱۰،۷ میلیونه ډالرو ته ورسیده.

یو نایابه اثر

دغه نقاشي په ۱۸۹۰م کال کې خلق شوې وه او د «هاېستکس» په نوم د نقاشیو له لړۍ څخه یوازې څلورم اثر دی چې په دې قرن کې پلورل کیږي. د دې لړۍ اته نقاشۍ خصوصي مالکان لري او نورې یې بیا په موزیمونو کې دي.

په دې ترتیب سره نو د «هاېستکس لړۍ» ۱۷ نقاشۍ د نړۍ په بیلابیلو موزیمونو کې نندارې ته وړاندې کیږي.

د نقاشیو په دې لړۍ کې مونیت د فرانسې په ګیورنې سیمه کې د خپلو ګاونډیو د غنمو د حاصلاتو خرمنونه انځور کړي دي. دغه اثرونه د نور د خپریدو د څرنګوالي د انځورولو او همداراز د «برداشتګرا خوځښت» په رامنځ ته کولو کې د خپل نقش له کبله ستایل کیږي.

(ms/nz (AP, dpa, Reuters

زموږ له ارشیف څخه