1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه هوايي برید د سوریي یاغیانو مشر وژلی

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۱۹, جمعه

په سوریه کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د یاغیانو د ستر ایتلاف د ډلې یو مهم پوځي قوماندان وژل شوی. پخوانۍ النصره جبهې چې اوس یې خپل نوم فتح الشمس جبهې ته اړولی دی، په حلب ښار کې د خپل مشر عمر سراکب د وژل کیدو خبر ورکړی.

https://p.dw.com/p/1Jyy4
Syrien Al-Nusra-Front Twitter-Bild Kämpfer in Idlib
انځور: picture-alliance/AP Photo/Nusra Front on Twitter

د یاغیانو دوه سرچینو د پنجشنبې په ورځ وویل چې سراکب د حلب ښار ته څیرمه د یوه هوایې برید په ترڅ کې وژل شوی دی. د جهادیانو له ډلې څخه یوې سرچینې د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه جنګیالی د کفرنها په کلي کې په خپل پټنځای کې ژوند کوه.

دغه ډله د سوریې پوځ او د ایران له خوا ملاتړ کیدونکي شیعه ملیشو پر وړاندې جګړه کې مهم رول لوبوي. دا چې برید کوونکي جټ الوتکه کوم هیواد پورې تړلې وه، لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

په حلب کې شخړې داسې ښکاري چې په سوریه کښې د ترکیې، روسیې او نړیوال ایتلاف همغږي نه لري. ناتایید شوي رپوټونه وايي چې په دې برید کې ګڼ شمیر نور لوړپوړي جنګیالي یا وژل شوي او یا هم ټپيان دي.

په سوریه کې د القاعدې څانګه، د النصره جبهې تیر کال وویل دوی غواړي چې د اسامه بن لادن له خوا تمویل شوې نړیوالې جهادي ډلې سره خپلې اړیکې پرې کړي. دې جبهې همداراز وویل چې دوی غوښتل چې د سوریې پر ملکي کسانو باندې د بریدونو پلمې ته د پای ټکی کیږدی، چې دغه کار د واشنګټن له لورې رد شو.