1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوولس کندهاري ځوانان او د هغوی ستر هدف

۱۳۹۴ شهریور ۲, دوشنبه

په کندهار کي فعاله مرسته بنیاد په دې ولایت کې له بې وزله کسانو سره مرسته کوي او ورته د کار زمینه برابروي. د دې بنسټ غړي د کندهار ولایت د ډیرو اوسیدونکو له پاره ځایي اتلان دي.

https://p.dw.com/p/1GKYw
انځور: DW

کندهار د افغانستان هغه ولايت دی چي په تيرو څلورو لسيزو کي د سختو جګړو شاهد وو. په افغانستان کي د طالبانو رژيم تر ړنګېدو وروسته بيا هم په دغه ولايت کي نا امني وه. پر نا امنۍ سربيره په دغه ولايت کي بې کاري هم ستره ستونزه ده.

اوس د دغه ولايت يولسو ځوانانو هوډ کړی دی چي د ستونزو په هکله د خبرو کولو پر ځای په عمل لاس پوري کړي. هغوی د مرسته بنياد په نوم یوې ټولني بنسټ ايښی دی. د مرسته بنياد وياند او غړی سردارمحمد صالحي د دغه بنياد د انګېزې په هکله وايي:

Afghanistan Mrasta Stiftung verteilt Hilfsgüter
انځور: Mrasta Foundation

«موږ ملګرو چي سره همصنفيان هم ؤ، په خپل ښار کي مو د بې وزلو خلکو حالت ليدی، موږ ليدل چي د مثال په توګه ماشومان او لويان کڅوڼي په شا په انبار او ډېرانو ګرځي چي زاړه شيان راټول، بيا يې خرڅ او ګذاره په وکړي. موږ ته انګيزه راپيدا سوه او تعهد مو سره وکړ چي بايد يو بنياد جوړ کړو چي په منظمه توګه مرستي وکولای سو.»

د کندهار دغو يولسو ځوانانو د انګيزې د ورپيدا کيدو وروسته په عمل لاس پوري کړ او په ۱۳۹۰م کال يې د مرسته بنياد بنسټ کښېښود. دغه بنياد نه يوازي دا چي له بې وزله خلکو سره د خوراکو موادو، جامو او د موسمي اړتياؤ سره سم د شړيو مرستي کوي، بلکي د بې روزګاره نارينه او ښځو سره د روزګار د برابرولو مرستي هم کوي.

سردار محمد صالحي وايي چي د دوی د بنياد د جوړولو د تعهد پر وخت د دوی له پاره دا ډېره مهمه وه چي مرستي يې د لنډي مودې له پاره نه وي: «زموږ تعهد دا ؤ چي بايد داسي مرستي وکړو چي لنډ مهاله نه بلکي اوږدمهاله وي.»

له ښځو سره مرسته

د کندهاري ځوانانو د مرسته بنياد له خوا و هغو مېرمنو ته چي په کور کي نارينه ګټونکی نه لري، د بېلګي په توګه د جامې ګڼدلو د څرخونو مرستي کيږي. په همدې ډول دغه بنسټ د معلولو او معذورو کسانو يا نورو بې وزله بې روزګاره کسانو سره د رېړۍ يا کراچۍ مرسته کوي، څو هغوی خپل ځان او اولاد ته ډوډۍ پيدا کړي.

د نجيب په نوم يو ځوان له هغو کسانو څخه دی چي د مرسته بنياد څخه يې مرستي تر لاسه کړي دي. هغه وايي چي د مرسته بنياد مرستو يې ژوند بدل کړی دی: «موږ په کور کي درې نارينه يوو چي پکښي يو هم معتاد دی او زموږ د کورنۍ ټول اقتصاد يې له صفر سره برابر کړی دی. بې روزګاري ده او بې وزلي ده. موږ د مرستي بنياد څخه ډېر خوشاله يو چي زموږ سره يې په داسي بد حال کي مرستي کړي دي.»

Afghanistan Mrasta Stiftung verteilt Hilfsgüter
انځور: Mrasta Foundation

د بې روزګارو خلکو له پاره د روزګار برابرولو تر څنګ د مرسته بنياد غواړي چي تر دې وروسته و هغو لايقه او ذکي شاګردانو ته چي په خصوصي پوهنځيو کي د زدکړو مالي توان نه لري، د کندهار په خصوصي پوهنځيو کي د تحصيل آسانتياوي برابري کړي.

صالحي وايي چي د بنياد له جوړېدو راهيسي دغه يولس غړي ځوانان هره مياشت خپل حق العضويت ورکوي چي د نورو ولسي خلکو او تجارانو د مرستو سره يوځای د بنياد په مرستندويه کارونو کي په مصرفيږي. د هغه په وينا دوی تر اوسه د دولت يا نورو غېردولتي ادارو څخه مالي مرستي نه دي ترلاسه کړي بلکي د دوی کارونه د هغو کسانو په کومک پر مخ ځي چي د خپلي ټولني د درد احساس ورسره دی.

د مرسته بنياد کندهاري ځوانانو په خپل کار او لاسته راوړنو سره نه يوازي د زياتو اړو او بې وزلو خلکو سره مرستي کړي، بلکي د ډيرو خلکو په زړونو کي يې د مرستي احساس راژوندی کړی دی.

د مرسته بنياد ځوانان او مرستندويان يې نه يوازي دا چي د مرسته تر لاسه کوونکو بلکي د کندهار د ډېرو نورو خلکو په سترګو کي اتلان دي.