1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

یوې امریکایي سندرغاړې ولې په سعودي کې خپل کنسرت لغوه کړ؟

۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبه

په پام کې وه چې امریکایي سندرغاړې نیکي میناج، په سعودي عربستان کې یو کنسرت ورکړي خو اوس یې پریکړه کړې ده چې د ښځو او بشري حقوقو څخه د ملاتو ښوولو له پاره په جده کې پلان شوی خپل کنسرت لغوه کړي.

https://p.dw.com/p/3Lpme
MTV EMA 2014 european music awards Nicki Minaj
انځور: GettyImages/Samir Hussein

امریکایي سندرغاړې نیکي میناج، په راتلونکي اوونۍ کې په سعودي عربستان کې خپل یو پلان شوی کنسرت لغوه کړی دی. د دې علت د بشري حقونو پر وړاندې د دغه هیواد د سیاستونو پر ضد اعتراض ښوول شوی دی.

دغې ۳۶ کلنې سندرغاړې د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې غواړي د ښځو او همجنسبازانو د ټولنې له پاره خپل ملاتړ وښيې او له دې کبله یې د جولای میاشتې د ۱۸ نیټې له پاره په جده کې پلان شوی کنسرت لغوه کړ.

د میناج له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «تر محتطانه فکر وروسته مې پریکړه وکړه چې د جده په نړیوال فیستیوال کې خپل پلان شوی کنسرت ترسره نه کړم.»

هغې په خپله دغه اعلامیه کې وړاندې ویلي دي چې له دې پرته یې بل څه هوډ نه لره چې په سعودي کې خپلو مینه والو ته کنسرت اجرا کړي. خو روښانه کړې یې ده چې د موضوعاتو په هکله د لا ډیرو معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته پر دې باور لري چې «زما له له پاره دا مهمه ده چې د ښځو، د همجنسبازانو د ټولې او بیان د آزادۍ له پاره خپل ملاتړو په واضح ډول څرګند کړم.»

پر میناج نیوکې

په پلان کې وه چې میناج د جدې په فیستیوال کې ګډون وکړي، خو د ډیر شمیر غیر دولتي سازمانونو له لوري د هغې دغه پریکړه له انتقادونو سره مخامخ شوه.

د بشري حقونو بنسټ له میناج څخه په یوه لیک کې غوښتي وو چې د «رژیم پیسې رد» کړي او له خپل نړیوال نفوذ څخه په استفادې سره په سعودي عربستان کې د ښځو د حقوقو د بندي شویو فعالانو د آزادیدو غوښتنه وکړي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ د میناج له لوري د کنسرت د لغوه کولو پریکړه ستایلې ده. د بخښنې نړیوال سازمان په سعودي عربستان کې د بشري حقونو پر خراب وضعیت باندې انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې دغه هیواد د حکومت منتقدین ځپي.

sr/ms (AFP, Reuters, dpa, AP)