1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې زورورې زلزلې افغانستان او پاکستان لړزولی

۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

د ۷،۵ درجې په شدت یوې زوروري زلزلې افغانستان او پاکستان لړزولي دي. که څه هم د دغې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال کې د هندوکش غرونه ول،خو په پاکستان کې یې هم مرگ ژوبله رامنځ ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/1GuFo

د امریکا متحدو ایالاتو د ځمکې پیژندني ادارې په لومړي سر کې د دغې زلزلې شدت ۷،۶ او بیا وروسته ۷،۵ درجې ښوولی دی.

د زلزلې له کبله تر اوسه د رسمي ارقامو له مخې ۹۴ تنه په پاکستان کې وژل شوي او ۶۰۰ بیا ټپیان دي. په افغانستان کې بیا د زلزلې له کبله د چارواکو په وینا ۳۳ تنه وژل شوي او نور ۲۰۰ بیا ټپیان دي. ښایي په دومره ډیر شدت سره زلزلې په افغانستان کې چیري چې ډیر کورونه له خټو جوړ دي، ډیره مرگ ژوبله رامنځ ته کړې وي.

د متحدو ایالاتو د ځمکې پیژندني ادارې د معلوماتو له مخي د دغي زلزلي مرکز د هندوکش د غرونو په لړۍ کې د ۲۱۳،۵ کیلومترو په ژوروالي کي وو، چې د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد څخه ۸۲ کیلومتره لیري وو.

ننگرهار، تالقان

ـ د لومړنیو رپوټونو له مخې په افغانستان کې ننۍ زلزلې ۳۳ تنه وژلي دي او ۲۰۰ ټپیان دي. د ننگرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ویلي دي چې په دغه ولایت کې د زلزلې له کبله اته تنه وژل شوي او نور ۷۸ ټپیان دي. په تالقان کې کې ۱۲ نجونې هغه وخت ووژل شوې چې په یوه ښوونځي کې د یوې خونې تر چت لاندې شوي دي. ۳۰ نجونې د درملنې له پاره روغتون ته وړل شوي.

پاکستان

د پاکستان دولتي تلویزون ویلي دي چې په دغه هیواد کې د دوشنبې ورځې د زلزلې له کبله ۹۴ تنه وژل شوي دي او تر ۶۰۰ زیات ټپیان دي. د خیبر پښتونخوا ایالت له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ادارې یوه تن چارواکي عبدالطیف خان ویلي دي چې په دغه ایالت کې ۴۸ تنو د زلزلې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د مسرت خان په نوم یوه بل چارواکي ویلي دي چې د افغانستان پولې ته څیرمه په قبایلي سیمو کې ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پر دې سربیره د گلگت ـ بلتستان څخه هم د مرگ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.