1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې مور خپل درې ماشومان وژلي

۱۳۹۰ شهریور ۱۷, پنجشنبه

یوې 32 کلني جرمنۍ ښځې اقرار کړی چې خپل درې ماشومان یې وژلي دي. دغې ښځې ویلې چې خپل ماشومان ېې د خفه کولو په واسطه له منځه وړي دي. یادې ښځې د خپلو ماشومانو د وژنې دلیل د هغوی ژړا په ګوته کړي ده.

https://p.dw.com/p/12Uzc
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: Fotolia/godfer

د پولیسو په حواله، دغې 32 کلني ښځې د خپلو ماشومان د ژړا طاقت نه درلود او د همدي له کبله یې د هغو په وژلو لاس پورې کړی دی. دغه خبري پولیسو د پنج شنبی په ورځ کړي دي.

پولیسو زیاته کړې چې دغه ښځه په اصل کې روسیې که نړۍ ته راغلې. د پولیسو په حواله یادې ښځې خپله یوه لور د 2004 کال په سپتمبر میاشت کې، یو ځوی د 2006 کال په جون میاشتې کې او خپل اخری الاد د 2009 کال په مارچ میاشتې کې وژلی دی.

هغه د فارکفورت ښار ته یوي نږدي سیمې کې د پولیسو لخوا نیول شوې ده.

د یادي ښځې د لومړیو دوه ماشومانو د مړینې پر مهال پولیس او چارکو ته هیڅ ډول شک رامنځ ته شوی نه وو. ځکه چارواکي په دې فکر کې ول چې د یادې ښځې ماشومان د ماشومان ناڅابي مرګ په پایلې کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې وروسته له هغې چې د یادې ښځې دریم ماشوم هم څپل ژوند له لاسه ورکړ، پولیس او چارواکو ته شک پیدا شو، ځکه چې په یوې کورنۍ کې د درې ماشومانو ناڅاپې مرګ ډیر نادر دی.

وروسته له هغې چې د یادې ښځی دریم ماشوم هم خپل ژوند له لاسه ورکړ، پولیسو قضیه تر څارنې لاندې ونیوله او د ښځې څخه یی تحقیقات پیل کړل.

د پولیسو په حواله ښځي د تحقیقات په ترڅ کې اقرار وکړ چې خپل درې واړه ماشومان یې خفه کړي او وژلي دي. د چارواکو په حواله د ماشومانو د وژلو تر شا دلیل د هغوی ژړا وه.

یادې ښځې پولیسو ته د خپل اقرار پر مهال ويلي چې ماشومانو یې ډیر ژړل او هغې نه شو کولای چې د خپلو ماشومانو ژړا برداشت کړي.

آژانسونه/ مسعود خهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل