1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو آلمانی څرنګه له خرس څخه د ځان په ژغورلو وتوانید؟

۱۳۹۸ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

یو آلمانی چې د دوکتورا محصل دی د رومانیې په غرونو کې د ګرځیدو په مهال یوي یږې (خرس) وهلی او داړلی دی. دغه محصل هغه مهال د یږې په شړلو وتوانید د خپلې ملګرې په خبره یې یږه په «سترګه په سوک» ووهله.

https://p.dw.com/p/3KASB
Symbolbild Deutscher Tourist in Rumäniens Karpaten von Braunbär schwer verletzt
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

یو شمیر انګلیسي او آلماني رسنیو رپوټ ورکړی دی چې یو ۲۶ کلن آلمانی د رومانیې د کارپات غرونو په لړۍ کې د ګرځیدو پر مهال له یږې او د هغې له دوو بچو سره مخامخ شوی دی. زیاته شوې ده چې دغه سیلاني ځکه د خپل ژوند د ژغورولو له پاره له یږې سره جګړې ته اړ شو چې یږې پرې حمله وکړه.

د برلین اوسیدونکی او د دوکتورا محصل اندي باور، له خپلې بریتانوۍ دوستې سره د رومانیې په غرونو کې د ګرځیدو په موخه د پنځو ورځو له پاره تللی وو. دا چې د کارپات د غرونو لړۍ د څو زره نصواري رنګه یږو ټاټوبی دی، باور وایي چې تر هغه مهاله یې دا خبره نه وه درک کړي، څو چې یې په خپل څو قدمه کې یږه او د هغې بچي ولیدل.

هغه له لندن مېشته ساوت ویسټ نیوز سرویس، سره په خبرو کې ویلي دي: «ما خپله لاره [له یږې] بدله کړه، خو کله چې مې ولیدل یږه زما پر لور راروانه ده، ما هیڅ وخت نه درلود چې د یو څه کولو په هکله فکر وکړم.»

دغه ځوان زیاته کړې ده: «زما په پښه یې خوله ولګوله؛ هغه یې ټینګه ونیوله؛ کش یې کړم او لږ یې وړاندې وغورځولم. ما د مرستې غوښتنه کوله خو چا راسره مرسته نه شوای کولی.»

«په سترګه یې په سوک ووهه»

د حملې پر مهال د باور ۲۳ کلنه ملګرې لارا بوت، له هغه څخه شا او خوا شپږ متره شاته وه. بوت د پيښې په هکله وایي: «ما چې کله یږه ولیده نو ساکته پاتې شوم. ما ټول وخت پر اندي باندې چغې وهلي.»

نوموړي زیاتوي چې بیا يې په یاد شول چې یږه باید په سترګه په سوک ووهل شي نو همدا خبره یې په لوړ غږ وکړه او یږې هغه پریښود. هغه زیاتوي چې «اندي ډیر خوش قسمته دی چې ژوندی پاتې دی.»

اندي باور وایي چې هغه په شوک کې وو او درد یې نه دی په یاد. د میرر، په نوم بریتانوۍ ورځپاڼې د هغه له قوله لیکلي دي: «وروسته له هغې چې لارا ما ته وویل چې یږه پر مخ په سوک ووهم، زه یې پریښودم. ما ووهله. بیا ولاړه.»

اندي باور ځان خوش چانسه بولي.

د سپرې نه لرل

لارا بوت پر دې خبره اعتراف کړی دی چې دوی دواړو غره ته د تګ پر مهال د ځایي اوسیدونکو خبرداری له پامه غورځولی دی: «ما د یږو او پړانګانو په هکله لوستلي وو، خو [اندي] زه پر دې قانع کړې وم چې د یږو سپرې له ځانه سره ونه لرم، ځکه هغه فکر کاوه چې ښایي وچوي.»

په پای کې یږې د باور د ښې پنډۍ څخه غوښه په خوله کې وړې او هډوکی یې درې ځای ورمات کړی دی. د بوت په خبره له خپلو جرابو څخه یې د زخم د تړلو له پاره د بنداژ په توګه استفاده وکړه او د ګرځنده تلیفون له لارې يې له بیړنیو خدماتو سره اړیکه ونیوله او د مرستې غوښتنې یې وکړه.

باور د روغتیايي خدماتو په څرخي الوتکه کې په رومانیا کې یوه روغتون ته انتقال شو او بیا وروسته آلمان ته ولیږدول شو چې لا هم تر تداوۍ لاندې دی.

(sr/ms (DW: Darko Janjevic