1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«یو باثباته افغانستان د پاکستان په گټه دی»

خلیل الرحمن امید/کابل۱۳۹۲ آذر ۹, شنبه

د پاکستان صدراعظم نواز شریف، افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې هیواد به یې د افغانستان سولې او ثبات ته د رسیدو له پاره له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.

https://p.dw.com/p/1AQza
انځور: REUTERS

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ضرار احمد مقبل د کابل په هوایي ډگر کې نواز شریف ته ښه راغلاست ووایه. د پاکستان لومړی وزیر له هغه ځایه د څرخي الوتکې پواسطه د جمهوري ریاست ماڼۍ ارگ ته ورسول شو.

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د شنبې په ورځ له ولسمشر کرزي سره په کابل کې د يوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وويل، هڅه کوي چې د پولې په دواړو غاړو کې د موجودو نا امنيو د له منځه وړلو له پاره خبرې اترې وکړې او د سيمې امنيت يې د خپلو کاري لومړيتوبونو څخه وباله.

نواز شريف په افغانستان کې امن او سوله د خپل هيواد په ګټه وبلله او زياته يې کړه چې له ولسمشر کرزي سره يې په ټولو اړخونو خبرې کړي دي: «زه باوري يم چې دا سفر به د سولې په برخه کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو په ښه توګه د ترسره کيدو هيله لرو.»

هغه همدا راز پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستى سفر مثبت وارزاوه او ویې ویل چې له دې سفر څخه به هم ښې پايلې تر لاسه کړي. هغه وویل چې د سیمي له هيوادونو او نړیوالې ټولنې څخه هم غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینگولو له پاره خپلې هڅې وکړي.

نواز شريف وړاندې وویل چې له افغانستان سره يې د قوي تجارتي اړیکو د پراخولو په هکله خبرې کړي دي چې دې برخې ته به نوره هم پاملرنه کوي. د هغه په وینا دواړه هیوادونه د انرژۍ، ترانسپورت او ارتباطاتو د غځولو په برخه کې ښه فرصتونه لري.

د پاکستان صدراعظم په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ملابرادر آزاد شوی دى خو لا هم د هغه د اوسيدو په اړه ځينې خبرې اترې پاته دي چې په اړه به یې یوه توافق ته ورسیږي. نواز شریف د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکیدو په اړه وویل چې افغانستان د یوه مستقل هیواد په توگه دا حق لري چې له هر هیواد سره وغواړي، امنیتي تړون لاسلیک کړي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر حامد کزي د نواز شريف سفر په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کولو له پاره مثبت وارزاوه او زياته يې کړه چې په شخصي او رسمي خبرو کې يې له نواز شریف سره د امن راوستو پر سر خبرې کړي دي: «پر دې خبرې وشوې چې په دواړو هيوادونو کې د تروريزم او افراطيت د ځالو د له منځه وړلو له پاره بايد کار وشي او له امريکا څخه هم غواړو چې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي.»

«د نواز شریف سفر کومه گټه نه لري»

د افغانستان د ولسي جرګې غړى جبار قهرمان، بیا وایي چې د نواز شریف سابقې ته په کتو سره، کابل ته به د ده سفر، په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کیدو په برخه کې کومه گټه و نه لري. قهرمان وړاندې وویل چې دسولې عالي شورا هم هسې د پيسو ضایع کول دي. هغه زیاته کړه چې «سوله هغه څوک راوستی شي چې نا امني يې رامنځ ته کړې ده.»

نواز شریف د لومړي وزیر په توگه د دندې د اشغالولو وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د سولي عالي شوری ته د پاکستان د ورتگ بلنه ورکړې وه او اوس یې خپله هم کابل ته سفر وکړ.

کابل ته د نواز شریف د ورتگ پر مهال سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. د کابل هوایي ډگر او ارگ ته تلونکې ټولې لارې بندې وې.