1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تکزاسی یرغملګر چې د عافیه صدیقي خلاصون يې غوښت ووژل شو

۱۴۰۰ دی ۲۶, یکشنبه

رپوټونه وايي یو تکزاسي سړي چې په امریکا متحده ایالاتو کې له زندان څخه د پاکستانۍ بندیوانې عافیه صدیقي د خلاصون له پاره يې څلور کسان یرغمل کړي وو وژل شوی دی. د صدیقي وکیل د یرغمل نيونې پيښه کې د نوموړې لاس درلودل رد کړي.

https://p.dw.com/p/45bSe
Pakistan Jamaat-e-Islami Demonstration
انځور: Getty Images/F. Naeem

د فرانسې خبري آژانس په حواله، رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله ويلي دي چې دغه سړي د ۴۹ کلنې صدیقي چې پر ۸۶ کاله حبس محکومه ده، د خلاصون غوښتنه کړې وه.

د یکشنبې په ورځ د امریکا په یوه کنیسه کې څلور کسان تر څه باندې لسو ساعتونو هڅو وروسته آزاد کړل سول او د هغوی تورن یرغمل کونکی ووژل شو.

خو د میرمن صدیقي مدافع وکيل په یوه اعلامیه کې سي ان ان ته ویلي دي چې صدیقي د یرغمل نيونې په پيښه کې په «مطلقه توګه ښکيله نه ده» او د سړي اقدامات یې محکوم کړل.

دغه پاکستانۍ دانشمنده چې په امریکا کې يې زده کړې کړي، په ۲۰۱۰م کال په افغانستان کې امريکايي عسکرو باندې د برید کولو له پاره بندې ده.

صدیقي لومړنۍ ښځه ده چې متحده ایالاتو له خوا القاعده شبکې سره پر اړيکو لرو تورنه شوې، خو هغه هيڅ کله په دغه جرم محکومه نه شوه.

نوموړې په ۲۰۰۳ کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې له خپلو درو ماشومانو سره لادرکه شوه. تر هغه پنځه کاله وروسته هغه افغانستان ته لاړه او د غزني ولایت په مربوطاتو کې د ځايي ځواکونو له خوا ونیول شوه.

USA | Texas | Geiselnahme in Synagoge von Colleyville
تکزاس د جنوري ۱۵مه انځور: Andy Jacobsohn/AFP/Getty Images

صدیقي د امریکايي ځواکونو له خوا د تحقیقاتو پر مهال وسلې ته لاس کړ او په داسې حال کې چې ويل يې «مړه دې وي امریکا» او «زه غواړم امریکایان ووژنم» ډزې يې وکړې. په دغې پيښه کې عسکر په تيښته بریالي شول او صدیقي ټپي شوه.

په ۲۰۰۱ کال د امریکا تر تروریستي بریدونو وروسته، هغه د اسلامي سازمانونو سره د مرستې په خاطر او د ۱۰ زره ډالرو په ارزښت شپې لیدونکې عینکو او جنګي لارښود کتابونو په تړاو، د اف بي آی تر تعقیب لاندې راغله.

امریکا متحده ایالاتو شک درلود چې میرمن صدیقي له امریکا څخه القاعده شبکې سره يو ځای شوې او پاکستان ته د بیرته ستنیدو سره يې د سپتمبر ۱۱مې بریدونو د یو طراح، خالد شیخ محمد له کورنۍ سره واده کړی دی.

د هغې محاکمې په پاکستان کې پراخ غبرګونونه له ځانه سره درلودل. د صدیقي پلويانو ويل چې نوموړې د پاکستان او امریکا د یوې پټې توطیې قربانې شوې ده.

د سويلی آسیا شنونکی، مایکل کوګلمن، پر ټويټر ليکلي دي: «صدیقي په امریکا کې پيژندل شوې څيره نه ده، خو په پاکستان کې هغه یو لوی نوم دی... ډيری خلک هغه یوه بيګناه قرباني ګڼي.»

د پاکستان صدراعظم عمران خان، د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال له زندان څخه د عفیفه صديقي او شکیل افریدي د آزادولو خبره کړې وه. آفريدی امریکا سره په پاکستان کې د القاعده شبکۍ د بنسټ ايښودونکي، اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې، په زندان کې دی.

آ/م.ک.ص./ا.ا